حاجیانو ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر مهم پیغام
د بیت الله الحرام زیارتوالو او حجیانو ته د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت الله العظمی خامنه ای پیغام
درنو او محترمو اوریدونکو د خپرونې په دې برخه کې حجیانو ته د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت الله العظمی خامنه ای پیغام چې نن سهار د عرفات په دښته کې د ایرانیو حجیانو د سرپرست او د حج او زیارت په چارو کې د ولي فقیه د استازي حجت الاسلام والمسلمین نواب له خوا ولوستل شو. په دغه پیغام کې له مستکبرانو په تیره بیا امریکا برائت له مظلوم وژنې او جنګ جوړونې او د ترهه ګرۍ د مرکزونو منجمله داعش او بلیک واټر او دهغوي له ملاتړو د برائت او د ماشوم وژونکي صهیونسټ رژیم او دهغوي له ملاتړو د برائت او بیزارۍ په توګه ګڼل شوی دی. د دغه پیغام متن ته ستاسو پام غواړو:
بسم الله الرّحمن الرّحیم
والحمدلله ربّ العالمین و صلّی الله علی رسوله الکریم الامین، محمّد خاتم النّبیّین، و علی آله المطهّرین سیّما بقیّة الله فی الارضین، و علی اصحابه المنتجبین و من تبعهم باحسان الی یوم الدّین.
د حج موسم هر کال په اسلامي امت د پالونکي د رحمت میعاد دی. قرآني بلنه « وَ اَذِّن فِی النّاسِ بِالحَج»،(۱) په حقیقت کې په ټول تاریخ کې درستو ته د رحمت په دغه دسترخوان د راتلو بلنه ده چې هم خدای پاله زړه او جان او هم عاقلانه فکر و نظر یې له برکتونو برخمن شي او هر کال د حج درسونه او تعلیمونه د یو شمیر خلکو په وسیله د اسلامي نړۍ ګوټ ګوټه ورسیږي.
په حج کې ذکر او عبودیت چې د وګړو او ټولنې په روزنه، پرمختګ او لوړتګ کې اصلي توکی دی، د اجتماع او اتحاد په څنګ کې چې د یوه امت بیلګه ده، او په یو واحد مرکز له حرکت سره یو ځای او په یوه لاره کې په ګډ هدف سره چې د توحید په اډاڼه د امت د خوځښت او هڅې راز دی، او د حجیانو په یوشان والي او د توپیرونو په نیشتوالي سره چې د تبعیضونو او فرقونو د ختمولو او د فرصتونو د شریکولو نښه ده، د اسلامي ټولنې اصلي ستنې په یوې وړې شان بیلګې او مثال کې مونږ ته راښیي. د حج په اعمالو کې هر یو عمل لکه احرام، طواف، سعي وقوف، رمي، حرکت او سکون د هغه انځور یوې برخې ته سمبولیکه اشاره ده چې اسلام له یوې مطلوبې اجتماع او ټولنې وړاندې کړی دی.
له یوه بله د لرې پرتو هیوادونو او سیمو د خلکو تر مینځ د معلوماتو او اطلاعاتو تبادله، د تجربو او پوهو رسول، او د یوه بل له حال احواله خبریدل، د ناوړه تفاهمونو او بدګمانیو توږل، د زړونو نزدې کول او له ګډو دښمنانو سره د مقابلې لپاره د خپل توان او هڅې راغونډول، د حج ډیره لویه او حیاتي بریا ده چې په سلګونو معمولو غونډو او اجتماعاتو سره لاسته نه شي راوړل کیدی.
د برائت دستورې چې له ټولو ظلمونو، بدرنګیو او بې رحمیو او د هرې زمانې د طاغوتیانو له فسادونو د بیزارۍ او د زمانې د مستکبرانو د زوروینو او قلنګ اخستنو په وړاندې د ټټر وهلو په معنا دي، د حج یو برکت او د مظلومو مسلمانو ولسونو لپاره یو فرصت دی. نن سبا د مستکبرانو او په سر کې یې د امریکا د شرک او کفر له جبهې برائت، له جنګ جوړولو او مظلوم کشۍ د برائت په معنا دی؛ د ترهه ګرۍ د مرکزونو منجمله داعش او امریکا د غندلو په معنا دی؛ د ماشوم وژونکي صهیونسټ رژیم او د هغوي د ملاتړو او ننګه ګوونکو په سر د غورځي وهلو په معنا دی؛ د اسیا او افریقا د شمال په حساسه سیمه کې د امریکا او دهغې د انډیوالانو د جګړه ماریو د غندلو په معنا دی چې د ولسونو مصیبتونه او کړاوونه یې اوج ته رسولې او هره ورځ په هغوي درانه مصیبتونه نازلوي؛ د جغرافیا، نسل او د پوستکي د رنګ په اساس له توکم پالنې او توپیره د بیزارۍ په معنا دی؛ د هغه نجیبانه او عادلانه او شرافتمندانه کړنو چې اسلام ورته ټول بللې دي په وړاندې د تیري ګرو او فتنه ګرو له استکباري او خبیثانه عملونو د بیزارۍ په معنا دی.
دا د ابراهیمي حج یوازې یو څو برکتونه دي چې سوچه اسلام ورته مونږ بللې یوو؛ او د اسلامي ټولنې د آیډیالونو د مهمې برخې یوه مجسمه بیلګه ده چې هر کال د ټولو مسلمانانو په وسیله، د حج په هدایتکارۍ، یوه لویه او معنا داره ننداره جوړوي او په ګویا ژبه، ټول خلک د داسې یوې ټولنې د جوړیدو لپاره هڅو ته بلي.
د اسلامي نړۍ نخبه او مهم کسان چې له مختلفو هیوادونو یې یو شمیر همدا اوس د حج په دستورو کې شریک دي، ډیره درنه او لویه دنده په غاړه لري. دغه درسونه باید د هغوي په نوښت او همت ټولو ولسونو او عمومي افکارو ته ورسیږي او د افکارو، محرکاتو، تجربو او پوهو معنوي راکړه ورکړه باید دهغوي په لاس تحقق ومومي.
نن سبا د اسلامي نړۍ یوه مهمه مساله د فلسطین مساله ده چې د هر مذهب، توکم او ژبې د مسلمان د ټولو سیاسي مسایلو په سر کې ده. د وروستیو پیړیو تر ټولو لوی ظلم په فلسطین کې شوی دی. په دې دردوونکې کیسه کې، د یو ولس هر څه، وطن یې، کور اور او مال جایداد یې، عزت او شناخت یې تروړل شوې دي. دغه ولس د خدای په فضل ماته نه ده خوړلې او نه دی ناست او نن تر پرونه په زیاتې میړانې او ولولې سره په میدان کې دی؛ خو د کار د نتیجې لپاره د ټولو مسلمانانو مرسته ضروري ده. د پيړۍ د معاملې چل چې د ظالمې امریکا او د هغې د خاینو انډیوالانو لخوا ورته زمینه برابریږي، نه یوازې د فلسطین له ولس بلکې د بشري ټولنې په حق کې یو جنایت دی. مونږ ټول د دښمن د دغه مکر او چل ول مقابلې ته راغواړو او د خدای په مرسته او قوت سره هغه او د استکبار د جبهې ټول چلولونه د مقاومت د جبهې د همت او ایمان په وړاندې ماته خوړونکې ګڼو.
قال الله العزیز: اَم یُریدونَ کَیدًا فَالَّذینَ کَفَروا هُمُ المَکیدون.(۲) صدق الله العلیّ العظیم.
له خدایه د ټولو محترمو حجیانو لپاره د طاعتونو د قبلیدو، روغ صحت او رحمت توفیق غواړم.
سیّدعلی خامنهای
د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د زمري څوارلسمه،
د ۱۴۴۰ هجري سپوږمیز کال د ذی الحجې دریمه نیټه.