د هندوستان د فیصلې خلاف په سرینګر کښې پراخې مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83943-د_هندوستان_د_فیصلې_خلاف_په_سرینګر_کښې_پراخې_مظاهرې_وشوې
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په سرینګر ښار کښې زرګونو کسانو د دغې سیمې د ځانګړو اختیاراتو د ختمولو په لړ کښې د هندي حکومت په پریکړې باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2019 11:14 Asia/Kabul
  • د هندوستان د فیصلې خلاف په سرینګر کښې پراخې مظاهرې وشوې

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په سرینګر ښار کښې زرګونو کسانو د دغې سیمې د ځانګړو اختیاراتو د ختمولو په لړ کښې د هندي حکومت په پریکړې باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په سرینګر ښار کښې زرګونو کسانو د دغې سیمې د ځانګړو اختیاراتو د ختمولو په لړ کښې د هندي حکومت په پریکړې باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر سیمې د اختیاراتو د ختمیدو په دې تیرو پنځو ورځو کښې په ترسره شویو ترټولو سترو مظاهرو کښې هندي پولیسو د مظاهره چیانو د تیت پرک کولو لپاره د هغوي خلاف اوښلن ګیس استعمال کړ.

په عین حال کښې د هندوشتان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کشیر کښې پراخې مظاهرې رد کړې او ادعا یې وکړه چې ډیر لږ شمیر کسانو د سرینګر په ځینو برخو کښې مظاهرې کړې دي.