شمالی کوریا نن بیا دوه توغندی ویشتلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84178-شمالی_کوریا_نن_بیا_دوه_توغندی_ویشتلی_دی
تسنیم خبری اژانس وایی جنوبی کوریا نن سهار وختی د شمالی کوریا لخوا د دوو (۲) توغندیو د ویشتل کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 24, 2019 01:19 Asia/Kabul
  • دا په تیرو یویشتو(۲۱) ورځو کښې د شمالي کوریا اومه(۷) توغندوي ازموینه ده چې ترسره شوي ده .
    دا په تیرو یویشتو(۲۱) ورځو کښې د شمالي کوریا اومه(۷) توغندوي ازموینه ده چې ترسره شوي ده .

تسنیم خبری اژانس وایی جنوبی کوریا نن سهار وختی د شمالی کوریا لخوا د دوو (۲) توغندیو د ویشتل کیدا خبر ورکړ .

دجنوبی کوریا پوځ وویل شمالی کوریا له خپل ختیځ ساحل څخه  د جاپان دسمندر په لور دوه (۲) توغندی ویشتلی دی .

دا په تیرو یویشتو(۲۱) ورځو کښې د شمالی کوریا اومه(۷) توغندوی ازموینه ده چې ترسره شوی ده .

د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون دخپل هیواد نوی توغندوی ازموینې له امریکا څخه د وسلو د اخیستلو  د بندولو او له واشنګټن سره د ګډو پوځی مانورو دنه ترسره کولو لپاره جنوبی کوریا ته خبرداری بللی دی .

دشمالی کوریا له خبرداریو سره سره دامریکا او دجنوبی کوریا ګډه پوځی مانوره د اګست دمیاشتې له پینځمې (۵) نیټې راهسې پیل شوی او تر پینځویشتو(۲۵) ورځو پورې دوام لری .