ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84273-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم مطالب، مقالې او خبرونه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2019 09:26 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم مطالب، مقالې او خبرونه

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د اسلامي ایران د ولسمشر څرګندونې په غټو ټکو راخیستې دي چې وايي: که امریکا مذاکره غواړي نو وړومبۍ باید په ایران لګولي ټول بندیزونه ختم کړي.

خبر زیاتوي چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني پرون په یولړ څرګندونو کښې وویل: ایران په دنیا کښې د شخړې او کشالې تکل نه کوي او د هیواد د ملي ګټو په چوکاټ کښې حرکت کوي.

ولسمشر زیاته کړه چې که څوک له حسن روحاني سره یادګاري عکس اخیستل وغواړي نو د دې کار امکان نشته مګر دا چې امریکا له خپلو ظالمانه بندیزونو لاس واخلي او د ایران د ولس د حقوقو احترام وکړي. هرڅومره چې زمونږ ملي قدرت زیات شي، دومره د ایران خلاف له دسیسو د دښمنانو هیله کمیږي.

ولسمشر روحانې وویل: زمونږ لپاره اصل خپل امنیت، ملي ګټې او د انقلاب د آرمانونو ساتل دي. مونږ ایټم بم نه جوړوو او د هغوي د خبرو او دړکو په وجه نه بلکې د خپلې عقیدې. اخلاقو، د هیواد د ملي امنیت او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د فتوا په وجه یې نه جوړوو.

**

ایران ورځپاڼې بیا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف له قوله لیکلې دي: له ترمپ سره د روحاني د کتنې تصور هم نه شي کیدی.

هغه زیاته کړې چې د تیلو صادرات، د ایټمي موافقې په لړ کښې د کړو ژمنو د بشپړې اجرا لپاره د ایران یو شرط دی.

ښاغلي ظریف ټینګار وکړ چې ایران جنګ نه غواړي خو په قدرت سره به خپله دفاع به وکړي.

هم دې ورځپاڼې بیا د ایران د اطلاعاتو د وزیر څرګندونې هم راخیستې دي چې وايي: دفاعي قدرت مو رامینځته کړی دی.

په خبر کښې لولو چې د ایران د اطلاعاتو وزیر سید محمود علوي وویل: ایران د خپلو فیصلو په کولو کښې د نورو هیوادونو اجازې ته هیڅ ضرورت نه لري.

هغه زیاته کړه چې مونږ د جنایتکارو منافقانو د ټرور په وجه ۱۷ زره شهیدان ورکړې دي او پرې به نږدو چې زمونږ په ټولنه کښې د شهادت کلتور ختم شي.

**

رابه شو کیهان ورځپاڼې ته چې دا هم له تهرانه چاپیږي.

دې ورځپاڼې د خپلو بهرنیو خبرونو په یو سرټکي کښې لیکلې دي چې د افغانستان د ملي اردو ځواکونو د دغه هیواد په دیارلسو ولایتونو کښې په یولړ پراخو عملیاتو کښې تقریباً یونیم سل وسله وال ترهګر هلاک شوې دي او له پنځوسو زیات نور زخمي شول.

د کیهان ځینې نور مختصر خبرونه په دا ډول دي: د نهو اسلامي هیوادونو د شهیدانو میاندو د شیخ ابراهیم زکزاکي میرمنې زینب ابراهیم ته د یو پرانیستي لیک په لیږلو سره، له هغې سره خپل پيوستون او ملاتړ اعلان کړ.

د عراق د درې واړو قواؤ مشرانو د حشد الشعبي ځواک په اډو باندې د صهیونیسټي رژيم د وروستیو بریدونو په وړاندې په یوه پریکنده دریځنیونه کښې وویل چې پر حشد الشعبي رضاکار ځواک باندې هر ډول حمله، د عراق پر حاکمیت حمله ده.

له بلې خوا په یمن کښې د انټرنیټ د ټولنیزو شبکو کارونکو د ګڼو ډرونونو د الوت په حال کښې یو انځور په خپرولو سره، په ریاض باندې د انصار ا... د بې پایلټه الوتکو حمله، له اسلامه مخکښې په مکه کښې د ابرهه په لښکریانو باندې د ابابیل مارغانو له حملې سره تشبیه کړې ده.

د سعودي رژيم یو مخالف شهزاده خالد بن فرحان آل سعود د عربستان واکمنان ځپونکي، ترهګر او جنایتکار وبلل.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د اووه ډلې د غونډې له بې ګټې ختمیدو وروسته په دغه هیواد کښې د موجودو بهرنیو سفیرانو په ټول کښې وویل چې د لویدیځ سلطه پاې ته رسیدې ده.

د امریکې د نولسو ایالتونو لویو څارنوالانو د ماشومانو خلاف د مهاجرتي ضده قوانینو د لګولو په وجه د ډونلډ ټرمپ له حکومته شکایت وکړ.

دا په داسې حال کښې دي چې د یوې تازه ترسره شوې نظرپوښتنې له مخې، د امریکې کابو اویا سلنه خلک د دغه هیواد سیاسي نظام د قدرت او پيسې د خاوندانو ملاتړی ګڼي او په دې وجه په قهر دي.

او د بحرین د بهرنیو چارو وزیر په اسلامي هیوادونو باندې د صهیونیسټي رژيم د حملې ملاتړ وکړ.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د بحرین د بهرنیو چارو وزیر د لبنان او عراق په ځینو سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم د بې پایلټه الوتکو وروستۍ تیري ګرې حملې د ځان یو ډول دفاع وبلله او د صهیونیسټانو له دغه کاره یې ملاتړ وکړ.

شیخ خالد بن احمد آل خلیفه په یو ټویټ کښې د مقاومتي ډلو خلاف د چټي ادعاګانو په تکرارولو سره دغه ډلې د سیمې د ځینو هیوادونو خلاف حملې باندې تورنې کړې او لیکلې یې دي چې په دغو ډلو باندې د اسرائیلو وروستۍ ډرون حمله او د هغوي د نابودولو کوشش یو ډول د ځان دفاع ګنله کیږي.

د صهیونیسټانو د خوشالولو لپاره د بحرین د خارجه وزیر دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې هیواد یې په دا وروستیو کښې د فلسطین آرمان ته په لتې ورکولو سره، له تل ابیب سره د اړیکو د ښه کولو لپاره ځینې بیړه ناک ګامونه پورته کړې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

کابل چاپ

له کابل چاپ ورځپاڼو څخه مو د ویسا ورځپاڼې سرمقاله غوره کړې ده چې عنوان یې دی: له اجماع پرته سوله څومره ډاډمنه ده؟

په دې مقاله کښې لولو چې پرون د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د نهم پړاو شپږمه ورځ وه. ښایي د دې کرښو د لوستلو پر مهال د دوی د هوکړې جزئيات هم خپاره شوي وي، چې بالاخره هوکړې ته ورسېدل. د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات به په افغانستان کې سوله راولي که به د جګړې بڼه بدله کړي؟ همدارنګه د حکومت راتلونکې به څه وي؟ دا به وروسته روښانه شي. خو د امریکا ولسمشر وړمه ورځ ویلي وو چې له افغانستان نه د پوځونو په اېستلو کې بیړه نه لرو. د دې خبرې یوه معنا دا ده چې په اوسني وضعیت کې امریکا هره شېبه له طالبانو سره له شویو توافقاتو مخ اړولای شي.

تر څو دغه توافق هم په ټوله کې د افغانانو اجماع تایید نه کړي او هم نړیوال تضمین ونه لري. ښایي هره شېبه یې د ماتولو خطر وي.

امریکا افغانستان ته د یوه منظم پلان له مخې راغله، دلته یې په ډېرو چنو او لانجو د پوځي اډو تړون لاسلیک کړ، پر دې اډو یې په سلګونه ملیارده ډالره لګښتونه شوي دي. دوی هماغه د بریژنسکي په وینا د نړۍ د یوازیني لوی ځواک په توګه د پاتې کېدو لپاره هم جګړو ته اړتیا لري او هم بحرانونو جوړولو ته. له افغانستان څخه د پوځونو اېستلو ته به یې ولې بیړه وي؟

طالبان تر اوسه په ډېره بېسارې خوشباورۍ کې دي، دوی فکر کوي چې امریکا ته یې ماته ورکړې ده او خامخا به پوځونه وباسي!

که د افغانستان د ۲۰۰۹ کال او اوسمهال وضعې ته پام وشي تر ډېره حده د امریکا لخوا د سولې، پوځونو کمولو او له طالبانو سره د مسالې د حل شعارونه سره ورته دي. هغه مهال هم د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات را نژدې وو او اوس هم. هغه مهال بارک اوباما دوهمې دورې ته تیاری نیولو او له افغانستان نه د پوځونو د کمولو، د قطر دفتر او له پاکستان سره د سولې د خبرو اترو پیلولو پروګرامونه یې ډېر تاوده کړل.

اوس هم د قطر خبرې او له طالبانو سره د سولې بهیر د ټرمپ لپاره د انتخاباتو د ګټلو یو د بریا کارت ښکاري. افغان ولس په ځانګړې توګه طالبان دې په هېڅصورت دا فکر نه کوي چې دوی په یوازې سر له خلیلزاد سره هر توافق ته رسېږي هغه به عملي کېږي. د طالبانو او حکومت په شمول که افغانان دایمي سوله او د پردیو پوځونو له شره د تل لپاره د هېواد ژغول غواړي نو لومړی باید ملي اجماع جوړه شي او بیا له امریکا سره د سولې او پوځونو د اېستلو لپاره نړیواله اجماع او نړیوال تضمین را منځته شي. که مساله یوازې د امریکا او طالبانو تر منځ وي، هره شېبه د دې پروسې د بشپړې ناکامۍ امکان شته، ځکه چې نړیوال تضمین نه وي امریکا به خپلو ژمنو ته څوک پابنده کړي.

اوس طالبانو ته په کار دي چې په ملي کچه له افغان ولس سره د دوی اړیکې ټینګې او هر څومره زر چې کېدای شي د اعتماد فضا را منځته کړي. خدای دې وکړي دغه هوکړه په هېواد کې د سولې پلامه شي نه د جګړې د بڼې د بدلون پیلامه!

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*