ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84653-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 16, 2019 12:27 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې خپل وړومبۍ خبر یې د عربستان په تیلي تاسیساتو باندې د انصار ا... له حملې وروسته د ایران خلاف د امریکايي چارواکو فضاجوړونې ته د ظریف جواب ته ځانګړی کړی او د هغه له قوله یې په غټو ټکیو لیکلې دي: د ایران د وړاندیزي حل لارو منل به د یمن کشاله ختمه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون په یو ټویټ کښې زیاته کړه: د (زیات نه زیات دباؤ) په سیاست کښې له ماتې وروسته پمپئو د (زیات نه زیاتې دوکې) سیاست ته مخه کړې ده.

محمد جواد ظریف ویلې دي: متحده ایالتونه او لاس پوڅي هیوادونه یې په دې توهم سره چې د وسلو برلاسي د پوځي بریا سبب کیږي، نن په یمن کښې ګیر شوې دي.

ښاغلی ظریف په خپل ټویټ کښې زیاتوي چې د ایران ګرَم بلل به دا غمیزه ختمه نه کړي. خو د ۱۳۹۴ کال په وري میاشتې کښې د جنګ د بندولو او د خبرواترو شروع کولو په هکله د ایران د وړاندیز منل ممکنه ده دا لانجه پاې ته ورسوي.

په خبر کښې یادونه شوې چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو پرون د سعودي د تیلو په چڼځیو د یمن د ولسي ځواکونو د حملې په غبرګون کښې ویلې وو: په داسې حال کښې چې روحاني او ظریف ښودنه کوي چې په ډیپلماسۍ کښې ګډون لري، د عربستان خلاف په شویو کابو سلو حملو کښې د تهران لاس دی.

**

د تهران چاپ ایران ورځپاڼې بیا (روحاني په انقره کښې) تر عنوان لاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر څرګندونې راخیستې دي چې وايي: د سیمې مسائل باید په خبرواترو سره حل شي.

خبر زیاتوي چې د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی هم داشان  د روسیې ، ترکیې او ایران په درې اړخیزې غونډې کی د ګډون لپاره انقرې ته له تلو مخکې زیاته کړه: په سیمه کښې د امریکایانو شتون غیر قانونی او لاس وهونکی دې او هغه څه چی نن په سیمه کی ترسره کیږی او د نړۍ ډیر هیوادونه یې اندیښمن کړی دی ، په سیمه  کی د امریکې د دسیسو له امله دي

ښاغلی روحانی په یمن کی د عربستان او اماراتو اقداماتو او له تیری ګرو د ځینو هیوادونو ملاتړ ته په اشارې سره زیاته کړه په یمن له تیری ګرو ملاتړ په دغه هیواد کی د ډیرو بیګناه خلکو د وژلې سبب شوی دی .

په خبر کښې لولو چې د ایران ، ترکیې او روسیې سرمشریزه نن د ترکیې په پلازمینې انقره کښې ترسره کیږی او د اسلامی ایران ولسمشر روحاني په کښې د ګډون لپاره د یوه لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ ترکیې ته رسیدلې دې.

ښاغلی روحاني به د انکارا د غونډې په ترڅ کی له ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان سره جلا جلا کتنې او خبرې اترې هم وکړي.

*/*/*/

کابل چاپ:

د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې د افغانستان د تجزیې غوښتنه يې کړې.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي چې که د کوم بل هېواد په اړه جوبایډن دغه ډول څرګندونې کړې وای، نو حکومت به يې سفیر له خپلې خاورې ورشړلی وای او د دغه امریکايي چارواکي پر ضد به يې لاریونونه کړي وای.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې افغان ولس پرون هم یو موټي و، نن به هم وي او سبا يې هم څوک ملي یووالی نه شي زیانمنولی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې که د جوبایډن خبرې جدي ونه نیول شي، نو سبا ته به په همغو فتنو کې راګیر شو چې روغ وتل ترې ناممکن دي.

د سرمقالې لیکوال غوښتنه کړې چې باید په دغه ډول مسایلو کې ولس یو موټی شي، سیاسي مشران کوچني مخالفتونه پرېږدي او د ولس د اوسنۍ بدې وضعې غم وخوري او هېڅ چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په اړه دغه ډول مغرضانه څرګندونې وکړي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په بغلان کې د وسله والو مخالفینو له لوري د افغانستان په دولسو ولایتونو د برښنا د پرې کولو موضوع راخیستې او لیکلي یې دي چې طالبانو له ټول ولس سره دښمني راخیستې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې که طالبان وايي چې له حکومت او امریکا سره دښمني لري، نو د عامه تاسیساتو ورانول په څه معنا؟

سرمقاله لیکونکی لیکي چې په تېرو اتلسو کلونو کې وسله والو مخالفینو د خلکو په منځ کې انتحاري حملې او بمې چاودنې کړي او عامه تاسیسات يې وران کړي او په دې سره يې له ولس سره ښکاره دښمني کړې ده.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې په دې کار سره له طالبانو د ولس نفرت نور هم ډېرېږي او له ولس سره د دغې ډلې د بېرته یو ځای والي پروسه په ټپه درېږي.

په سرمقاله کې راغلي چې که طالبان په راتلونکې کې د سیاسي مشارکت غوښتونکي وي، نو باید د عامه تاسیساتو ورانول بند کړي او نورو وسله والو ډلو ته هم اجازه ورنه کړي چې د افغان ولس لپاره سر درد جوړ کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقالې کې د ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي، ښاغلی حکمتیار له خپلو ټولو هغو جنایتونو منکر شو چې د کابل د خلکو په حق کې یې ترسره کړي دي.

خو وړاندې په سرمقاله کې راغلي، حکمتیار له دې غافل دی چې افغانان د ده د ټولو جنایتونو شاهدان وو او هېڅ کله به د خلکو له ذهنونو پاک نه شي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، د افغانانو د بدبختۍ ورځې له اویایمې لسیزې وروسته پیلېږي، هغه مهال چې د حکمتیار په ګډون نورې جهادي ډلې او مشران له خپلو ټولو جنایتونو وروسته کابل ته راغلل او کورنۍ جګړې يې پیل کړې چې دغه بدبختۍ تر نن ورځې دوام لري.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د اروبند لپاره باید هڅې تېزې شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په دې وروستیو کې داسې اندېښنې مطرح شوي چې ګنې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یوځل بیا پرېکړه وکړي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وباسي چې په دې سره به وضعیت لاپسي کړکېچن شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، تر ټولو ښه لار دا ده چې د هېوادونو له لوري پر طالبانو فشار راوستل شي، څو طالبان دې ته اړ شي چې اوربند وکړي، کنه د بیا ځلې مذاکراتو په پیل سره به هم ستونزه هواره نه شي.

/*/*/*/*/*/*

نورې بهرنی ورځپاڼې

ګارډین:

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په یوه مطلب کې روسیې ته د طالبانو د یوه پلاوي تګ او له روسي چارواکو سره یې خبرو ته پام اړولی دی.

ورځپاڼه لیکي، د طالبانو دغه پلاوی څو ورځې وروسته له هغې له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته ځي چې له طالبانو سره د امریکايي مرکچي پلاوي خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

ګارډین ورځپاڼې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند له قوله چې د روسیې ریا نووسټي دولتي اژانس ته یې کړی، هغه خبرې را اخیستي چې ویلي یې دي، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په مسکو کې د طالبانو له دغه پلاوي سره د خبرو کوربه و، خو د دواړو لورو د خبرو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

ګارډین لیکي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، ویلي چې روسیه د امریکا د متحدو ایالتونو او د طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیلېدو غوښتونکې ده.

دې ویاند دغه راز ویلي چې طالبانو هم له خپله اړخه له واشنګټن سره د خبرو بیا پیلېدو ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

ګارډین وړاندې د طالبانو د یوه مشر دا خبره هم را اخیستې چې د شنبې په ورځ یې ویلي وو، له مسکو څخه دغه کتنه داسې مهال ترسره کېږي چې طالبان د سیمه ییز ملاتړ د زیاتولو لپاره دغه راز په پام کې لري چې پلاوي یې چین، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته هم لاړ شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/