ورځپاڼو ته کتنه 30-6-98
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84750-ورځپاڼو_ته_کتنه_30_6_98
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 21, 2019 07:38 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 30-6-98

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو

وړومبې هم د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې د جُمعې د نمانځه د خطيب له قوله ليکي: امريکې د ايران په خلاف دروغو ته مخه کړې ده، د تهران د جُمعې د نمانځۀ خطيب آيت الله موحدي کرماني د يمن په موضوع کښې په ايران د امريکې تور لګونو ته په اشارې سره تاکيد وکړ، امريکې د ايران په خلاف دروغو ته مخه کړې ده.

هغه تاکيد وکړ، امريکه او د هغې انډيوالان د ايران له اسلامي جمهوريت سره په مقابله کښې هيڅ غلط اقدام نه شي کولې.

د تهران د جمعې د نمانځۀ خطيب د مقدسې دفاع د هفتې په قدرونې سره دا خبره څرګنده کړه چې دفاع مختلف مېدانونه او ډګرونه لري او د ايران خلق هم هغه شان په سياسي، اقتصادي، اجتماعي او کلتوري زمينو کښې د دښمنانو د دسيسو په وړاندې له ځانه دفاع کوي.

د وږي د مياشتې يو دېرشمه نېټه د ايران د مناسبتونو په تقويم کښې د مقدسې دفاع د هفتې د شروع کېدو ورځ ده.

ورځپاڼې همدارنګ د ايران د ټولو قواو د معمظم قوماندان مرستيال په حوالې سره وليکل، د دې په بيانولو سره چې د ايران په خلاف هر حرکت به سيمه بدله کړي وويل، امريکايان که د دسيسې په فکر کښې وي نو ايران به له مديترانه څخه تر سرۀ سمندر او د هند تر بحيرې پورې هغوي ته ځواب ورکړي. جنرل سيد يحيی رحيم صفوي د تهران د جُمې د نمانځه له خطبو مخکښې په يوه وېنا کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران سياست په سيمه کښې د پائېدارې صلحې او امنيت رامنځته کول او د پرديو ځواکونو وېستل دي زياته کړه، ايران په چا د تيري او د هېواد د پراخولو اراده نه لري خو د تيريګرو په وړاندې په پرېکنده توګه له ځانه دفاع کوي.

---------

د تهران چاپ ايران ورځپاڼې بيا وليکل: د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په ۷۴ غونډه کی د ګډون لپاره  نیویارک ته لاړ . ظریف به د عمومی اسمبلۍ په غونډه کی په ګډون سربیره د دغې غونډې په ترڅ کی د نورو هیوادونو له خپلو ساریو سره هم کتنه او سلاو مشوره وکړی .

ورځپاڼه زياتوي ټاکل شوی وه ظریف او ورسره ملګرې پلاوې د تیرې اونۍ په ګل ورځ نیویارک ته سفر وکړی خو د امریکا حکومت په یوه غلیمانه اقدام کی نیویارک ته د سفر لپاره د ایرانی پلاوی ویزه په ځنډ سره صادره کړه .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی  به هم د ګل په ورځ د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په غونډه کی د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړی .

------

د تهران چاپ يوې بلې ورځپاڼې کېهان وليکل: د لبنان د حزب ا... مشر وويل: د ځینو هیوادونو لپاره تیل له وینې زیات ارزښت لری. سید حسن نصر ا... د عربستان په تیلی تاسیساتو د یمن د پوځ د غچ اخیستونکیو حملو په غندلو کی د ځینو هیوادونو او ادارو په دریځونو نیوکه وکړه او ویې ویل د دغو حملو غندلو وښودله چی تیل له وینې زیات ارزښت لری .

د ورځپاڼې له مخې سید حسن نصر ا... همدارنګ په دې باندې په تاکيد سره چی د لبنان اسلامی مقاومت په اوسنیو قواعدو او اسراییلو له هر ډول ګواښ سره په مقابلې پایبند دے ، جوته کړه د صیهونیسټ رژیم له بی پایلیټه الوتکو سره د مقابلې فیصله د دې سبب شوه چی د دغو الوتکو لخوا د لبنان د هوایی حریم د خلاف ورزۍ اندازه کمه شوه .

سید حسن نصر ا... عربستان او اماراتو ته هم په خطاب کی وویل د ایران پرضد په جنګ او خپلو اندازو کی بیاکتنه وکړئ ځکه چی له ایران سره جنګ به تاسو تباه کړی او کله چی د تاسو په تیلی تاسیساتو یوه حمله داسې پایلې لری  نو د نورو حملو نتیجې به بیا څه وی ؟

د ورځپاڼې د یو بل خبر له مخې د امريکې پخواني ولسمشر جيمي کارټر وويل: د ولسمشر په توګه د ټرمپ بیا غوره کیدل به غمیزه وي.

د امریکې پخواني ولسمشر جیمي کارټر د دغه هیواد له خلقو وغوښتل چې په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کښې دې ډونلډ ټرمپ ته بیخي راې ور نه کړي.

---------

اوس هم د پاکستان چاپ ورځپاڼې راخلو، دا هم جنګ ورځپاڼه ده دغه ورځپاڼې وليکل: د پاکستان او افغانستان په پوله کښې د چاودنې له امله د پاکستان ميجر او يو عسکر ووژل شول. ورځپاڼه زياتوي د دغه هېواد  د فوځ د عامه تعلقاتو ادارې ډي جي ايس بي آر په حوالې سره رپوټ ورکړ، له افغانستان سره په پوله کښې د دغه هېواد فوځي مېجر عديل شاه او عسکر فراز حسين  ووژل شول.

د رپوټ له مخې د پاکستان دغه فوځي مېجر او عسکر په پوله کښې د  ازغن تار لګولو څارنه کوله.

---------

همدارنګ د پاکستان يوې بلې ورځپاڼې مشرق ليکي: د پاکستان د ملي بېنک مرستيال مشر جميل احمد وويل: په دغه هېواد کښې نور دوه کاله هم ګراني دوام ومومي. هغه زياته کړه، د سبسيډي په ختمېدو او د ملي بېنک د پورونو په وجه ګراني زياته شوې ده.

ورځپاڼه په يو بل خبر کښې ليکي: خيبر پختونخوا صوبه  کښې د ډينګى نه متاثره مريضانو شميردوه زره درې سوه ته رسيدلې دے.

-------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې وړومبې هم ويسا ورځپاڼه راخلو چې په سر کښې يې ليکلي دي: پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وويل د سرحد تر سرلیک لاندې د تورخم دروازې پرانیسته ملي خیانت دے. هغه زياته کړه، افغان حکومت دې د سولې له مخالفت او د سولې د خبرو له ځنډولو تېر شي، طالبان دې هم د بریدونو پر ځای پر سولې تمرکز وکړي او له افغان حکومت سره دې خبرې وکړي.

حامد کرزي همدا واضحه کړه چې  وسیه، چین او جرمني د افغان سولې په برخه کې موثر رول لوبولی شي، که امریکا له طالبانو سره خبرې نه پیلوي دا هېوادونه دې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته وهڅوي. د ورځپاڼې له مخې هغه وويل: په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا او پاکستان ترمنځ ده او دوی یې باید پای ته ورسوي، له امریکا پرته پاکستان د افغانستان مقابله نه شي کولې.

ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ له قوله وليکل: ولسمشرۍ ماڼۍ: هېڅ مرجع د ولسمشر د حکم د ځنډ حق نه لري. د ولسمشرۍ ماڼۍ زیاته کړه: په اساسي قانون کې د ولسمشر صلاحیتونه په واضح ډول تسجیل شوي، ټاکل شوی هیئت به د بهرنیو چارو وزارت په تړاو خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.

ورځپاڼې د افغان حکومت د اجرائي مشر له قوله وليکل: ولسمشر غني د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

ډاکټر عبدا... عبدا... وويل: د سولې عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د وژل کېدو اتم تلین په مناسبت راټولو شوو افغان سیاستوالو د سولې په تړاو د ولسمشر غني پر دریځ توندې نیوکې وکړې.

د حکومت اجراییه رییس او د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله چې دې ناستې ته یې خبرې کولې وویل، هغه څوک چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړي د افغانستان د رهبرۍ صلاحیت هم نه لري.

نوموړي چې اشاره یې اشرف غني ته وه، وايي هغوی چې د واک څوکۍ ورته له ملي ګټو او سولې هم مهمه ښکاري باید مخه یې ونیول شي.