د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د ټرمپ تناقض وينه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84850-د_ملګرو_ملتو_په_عمومي_اسمبلۍ_کښې_د_ټرمپ_تناقض_وينه
د امريکې ولسمشر د ملګرو ملتو په غونډه کښې خپلو دروغو او تناقض وينې ته دوام ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2019 14:04 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د ټرمپ تناقض وينه

د امريکې ولسمشر د ملګرو ملتو په غونډه کښې خپلو دروغو او تناقض وينې ته دوام ورکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ډونالډ ټرمپ چې په کانګرس کښې د استيضاح موضوع  تعقيبيږي پرون د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې په خپله وېنا کښې د ډېر کمزوري او زيات اندېښمن ولسمشر انځور وړاندې کړ.

د امريکې ولسمشر په هېواد کښې دننه انتخاباتي حالت او د هغه د بهرنيو سياستونو په تېره بيا د ايران وړاندې ماتې هغه په بې شرمانه توګه په دروغ او تناقض وينې مجبور کړے دے.

ټرمپ په يو څرګند تناقض کښې د ايران په وړاندې د ماتې له رسوائۍ نه د تېښتې لپاره له ترهه ګرۍ څخه د ملاتړ يا په يمن او سوريې کښې د جنګ زياتونې يا په آرامکو تاسيساتو د حملې په شان دروغو سره کوشش کوي چې نور هېوادونه له ځان سره ملګري کړي او دا د ايران په خلاف د يو اړخيزو سياستونو د ماتې يو کلکه نښه ده.

دا په داسې حال کښې دي چې په سوريې، عراق او افغانستان کښې د داعش ترهه ګرې ډلې په مضبوطولو سره د صهيونېسټ رژيم په ګټه د سيمې له تقسيم څخه د امريکې هدف له چا نه پټ نه دے.