د حسینی اربعین په مناسبت د مونږ تسلیّت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85327-د_حسینی_اربعین_په_مناسبت_د_مونږ_تسلیّت_ومنئ
له درستې نړۍ په لکونو مینه والو ځانونه کربلا ته رسولی او په دغو ولولناکو دستورو کې ګډون کوی او له دې سره په یووخت په درستې نړۍ کې هم دغه دستورې لمانځل کیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 19, 2019 02:07 Asia/Kabul
  • د حسینی اربعین په مناسبت د مونږ تسلیّت ومنئ

له درستې نړۍ په لکونو مینه والو ځانونه کربلا ته رسولی او په دغو ولولناکو دستورو کې ګډون کوی او له دې سره په یووخت په درستې نړۍ کې هم دغه دستورې لمانځل کیږی .

زمونږخبریال راپورراکړ  د  کربلا د سپیڅلی پاڅون د  سالار حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو دڅلویښتۍ یا اربعین  پرتمینې دستورې  نن په درستې نړۍ په تیره بیا د  حضرت امام حسین علیه السلام په سپیڅلی حرم کربلا معلی کې په پرتم سره لمانځل کیږی له درستې نړۍ  په  لکونو مینه والو ځانونه  کربلا ته رسولی  او په دغو ولولناکو دستورو کې ګډون کوی  او له دې سره په یووخت په درستې نړۍ کې  هم دغه  دستورې   لمانځل کیږی .

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

 د ایران اسلامی جمهوریت  له څو ورځو راهسې  د اربعین د دستورو  په ویر او ماتم کې ډوب دی او دغه راز د  کربلا  د زیارتوالو په  خدمت کې هیڅ  هیڅه نه سپموی  .  وئیل کیږی  چې دپاکستان ،افغانستان ،آذربایجان جمهوریت  اود نړۍ له نورو هیوادونو  په لکونو زیارتوالو  دایران له لارې  او همداراز د هوا له  لارې ځانونه کربلاته رسولی دی . له دې سره په یووخت په ډیرو  هیوادونو کې د کربلا داربعین په یاد  کې پلی لاریونونه ترسره کیږی ،  په درست ایران کې په دې مناسبت    پلی لاریونونه ترسره کیږی  . راپورښئ  له تهرانه تر شاه عبدالعظیم  پورې  نن د اهل بیت علیهم السلام د هغو لکونو مینه والو پرتمین لاریون کیږی  چې   کربلا ته له تلو پاتې شوی دی .

په دې مناسبت  د تهران ریډیو درست کارکونکی  د زړه له کومې تسلیّت وائی.