نتانیاهو د کابینې په جوړولو کښې پاتې راغی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85386-نتانیاهو_د_کابینې_په_جوړولو_کښې_پاتې_راغی
د صهیونیسټي رژيم اوسني وزیراعظم نتانیاهو پرون د دغه رژيم مشر ته خبر ورکړ چې د نوې کابینې د جوړولو توان نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2019 04:16 Asia/Kabul
  • نتانیاهو د کابینې په جوړولو کښې پاتې راغی

د صهیونیسټي رژيم اوسني وزیراعظم نتانیاهو پرون د دغه رژيم مشر ته خبر ورکړ چې د نوې کابینې د جوړولو توان نه لري.

بنیامین نتانیاهو په یو ویډیو پيغام کښې وویل: د کابینې د جوړولو واک مې د صهیونیسټي رژيم مشر ریووِن ریولین Reuven Rivlin ته ورستون کړی دی.

د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم دا پیغام په داسې حال کښې خپور کړ چې هغه د کابینې د جوړولو لپاره دوه ورځې نور وخت لري.

د صهیونیسټي رژيم د لیکوډ ګوند مشر نتانیاهو په دې وروستیو ورځو کښې ډیرې هلې ځلې وکړې څو د کابینې د جوړولو لپاره د دغه رژيم له نورو ګوندونو سره موافقې ته ورسیږي.

په عین حال کښې د صهیونیسټي رژیم مشر بیګا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه رژيم د (اودي او سپين) ګوند مشر او د اسرئیلو د وروستیو پارلیماني ټاکنو ګټونکي بني ګانټس ته د کابینې د جوړولو دنده وسپارله.

د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژیم پارلیماني انتخابات د ستمبر په اوولسمه نیټه ترسره شوې وو.