ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او اسلام آباد چاپ ځینې ورځپاڼې
نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران په آذربایجانِ شرقي ولایت کښې د زلزلې خبر راخیستی او په غټو ټکو یې لیکلې دي چې په دغې زلزلې کښې شپږ تنه مړه او څه باندې پنځنیم سوه نور زخمي شوې دي.
خبر زیاتوي چې د ایران د سرې میاشتې د مرستې او ژغورنې د ادارې مشر مرتضی سلیمي وویل: په ۱۱۰ کسانو مشتمل ۳۴ عملیاتي ټیمونه د ایران د شمال لویدیځ د زلزله ځپلو ولایتونو مختلفو سیمو ته لیږدول شوې دي او تراوسه د ۴۰ کورونو د ورانیدو، د ځینو غرونو د خوییدو او د ګیس د پایپونو د ماتیدو په وجه د اور لګیدنې او هم داشان د ټیلیفون په نیټ ورک کښې د ګډوډي رامینځته کیدو خبرونه ترلاسه شوې دي.
*/
د جوان په شمول د تهران ډیرو ورځپاڼو بیا د ایران له خوا د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د یوې مفتشې میرمنې د ډیپورټ کیدو خبر راخیستی دی.
په خبر کښې لولو چې ایران وايي ۱۱ ورځې مخکښې یعنې د اکتوبر په ۲۸ نیټه د نطنز د یورانیمو د پخولو له تاسیساتو څخه د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د مفتشانو د یوې ډلې د څارنې او څیړنې په وخت په دغه مرکز کښې موجود ډیټکټیو امنیتي سیسټم د دغې ډلې په یو غړي کښې د خطرناکو یا ککړو موادو د شتون په هکله خبرداری ورکړ. د ایران د ایټمي انرجۍ اداره وايي چې دغه سیسټم نطنز سایټ ته د آژانس د یوې مفتشې د ننوتو په وخت فعال شوی او خبرداري یې بیا بیا تکرار شوې دي.
ایران دغه میرمنه له هیواده ایستلې (ډیپورټ) کړې ده او د دې پیښې د اړخونو د روښانه کیدو په لړ کښې یې له آژانسه د ضروري او مناسبې ملګرتیا د غوښتنې ترڅنګ د څیړنو د دوام لپاره د یادې میرمنې پر ځاې د یو بل مفتش د رالیږلو غوښتونکی شوی دی.
ایران وايي چې د یادې مفتشې په ټیسټ کښې یې د نایټریټ نومې چاودونکې مادې آثار موندلې دي خو د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس شورا د ایران دا خبره نه ده منلې او وايي چې له خپلې مفتشې سره د ایران چلند د نه منلو وړ ګڼي.
*/*
سیاستِ روز
د تهران چاپ سیاست روز ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي مخ د ایران د پوځ د دافع هوا له خوا د یو تیري ګر ډرون د نسکوریدو خبر په غټو ټکیو چاپ کړی دی.
د خبر په تفصیل کښې راغلې دي چې د ايران د اسلامي جمهوريت د پوځ د هوائي دفاع د ځواک قوماندان د ايران د جنوب په ماهشهر سيمه کښې د پوځ د هوائي دفاع ځواک د ځايي سيسټم لخوا د يوې بهرنۍ تيري ګرې ډرون الوتکې د تباه کولو خبر ورکړ.
جنرل علي رضا صباحي فرد وويل، دغه اقدام د ايران په هوائي حريم د يو بهرني ډرون د تيري په ردعمل کښې د يو توغندي په ويشتلو سره ترسره شو او تيري ګره ډرون الوتکه د ایران حساسو مراکزو ته له رسېدو نه مخکښې د هېواد د هوائي دفاع د نېټ ورک په پوره هوښيارۍ سره تباه کړې شوه.
جنرل صباحي فرد تاکيد وکړ، د ايران دافع هوا ڼېټ ورک به په پوره چمتووالي سره د ايران په هوائي حريم هر ډول تيري ته پرېکنده ځواب ورکړي.
پرون سهار سیمه ایزو سرچينو د ايران د خوزستان صوبې په ماهشهر بندر کښې د چاودنې د اورېدو خبر ورکړ،چې څه وخت وروسته معلومه شوه د چاودنې دغه غږ د پوځ د هوائي دفاع ځواک لخوا په يوې ناپېژندل شوې ډرون الوتکې باندې د توغنده اي حملې ؤ.
ماهشهر بندري ښار چې د مينځني ختيځ د پېټروکېميکل تر ټولو ستره اقتصادي سيمه ده د ايران په اقتصاد کښې د هغې رول ته په پام سره داسې سيمه ده چې تل د دښمنانو د پام وړ ده.
*/*
کیهان:
له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼې بیا د نورو خبرونو ترڅنګ د تهران د جمعې د لمانځه پرونیو خطبو ته پراخ انعکاس ورکړی دی او د امامِ جمعه له قوله یې په خپل یو سرټکي کښې لیکلې دي: د امريکې په مشرۍ د نړيوال استکبار له نظام څخه د ايران د خلکو د کرکې اعلان له هغه خطر څخه د بصيرت ژوروالے دے چې دغه هېواد بشريت او د انسانانو صلح، امنيت او حقوق ګواښي.
حجت الاسلام کاظم صديقي د نومبر په څلورمه نېټه له نړيوال استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې په لاريون کښې د ټول اسلامي ايران د خلکو ګډون ته په اشارې سره وويل، امريکې په تېرو څلوېښتو کلونو کښې د ايران له اسلامي جمهوري نظام سره په دښمنۍ کښې له هيڅ يوې دسيسې ډډه نه ده کړې.
د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب له پينځه جمع يو ډلې سره د ايران د خبرو اترو او د برجام نومې ايټمي موافقې د لاسليکولو په ذکرولو سره وويل، د برجام ايټمي موافقې نتيجه څه شوه؟ آيا بنديزونه ختم کړې شول؟ نه يوازې بنديزونه ختم نه کړې شول بلکه نور بنديزونه هم پکښې زيات کړې شول.
حجت الاسلام صديقي په دې باندې په تاکيد سره چې په اقتصادي جنګ کښې پکار دي باکفايته او ځلانده استعداد لرونکو ځوانانواو هغو ځوانانو ته چې د توغندي مسئله يې د هېواد د عزت ذريعه وګرځوله او د مقاومت محاذ ته يې کاميابي ورکړه ميدان ورکړې شي زياته کړه، له اقتصادي جنګ سره په مقابله کښې پکار دي له انقلابي او کار کونکو ځوانانو کار واخېستل شي.
د تهران د جُعمې د نمانځه خطيب همدارنګ له امريکې سره د خبرو اترو په باره کښې د ايران د اسلامي جمهوريت چارواکو ته په نصيحت سره وويل، هغه څه چې د مشکلاتو د زياتېدو سبب کيږي له نورو هيله لرل او د نورو هېوادونو په طمه پاتې کېدل دي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*
ابرار:
له تهرانه چاپیدونکې ابرار ورځپاڼې بیا په خپل یو سرټکي کښې لیکلي چې ترکيې خپلو هېوادونو ته د بهرنيو داعشيانو په ستنولو تاکيد وکړ
د ترکيې د کورنيو چارو وزارت يو ځل بيا خپلو هېوادونو ته د داعش ترهه ګرې ډلې د بهرنيو غړيو د ستنولو په لازموالي تاکيد وکړ.
خبر زیاتوي چې سليمان سويلو پرون وويل، د ترکيې حکومت د ګل په ورځ د داعش ترهه ګرې ډلې بهرني غړي خپلو هېوادونو ته ستنوي.
هغه زياته کړه، حتی هغه داعشيان چې په خپلو هېوادونو کښې يې شهريت لغو شوے دے هم ستنولې شي.
سليمان سويلو څو ورځې مخکښې هم ويلي وو چې ترکيه د داعشيانو هوټل نه دے او انقره به د دغې ترهه ګرې ډلې اروپائي غړي خپلو هېوادونو ته ستانۀ کړي.
د سوريې په شمال کښې د ترکيې د فوځي عملياتو د شروع کېدو له وخت نه د ترکيې لخوا د داعش تکفيري ډلې د لسګونو غړيو د نيول کېدو خبرونه خپارۀ شوي دي.
*/*
او د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ویب سایټ په خپلو تازه خبرونو کښې لیکلي چې د هندوستان سترې محکمې د بابري مسجد پر ځاې د هندوانو د مندر جوړولو حکم صادر کړ.
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي او نورو جګ پوړو چارواکو د هندي محکمې دغې پریکړې ته سخت غبرګون ښودلی دی.
په خبر کښې راغلي چې د هندوستان د اترپردیش په ايودهيا سيمه کې دا جومات د مغل پاچا ظهيرالدين محمد بابر په نوم په ۱۵۲۸ کال کې د يوه ځايي قومندان له لوري جوړ شوی و.
د سيمې سخت دريځي هندوان ادعا کوي، چې مغل قومندان دغلته د هندوانو مندر نړولی او پر ځای يې بابري جومات جوړ کړی دی.
له تېرو څو پېړيو د بابري جومات په اړه د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ ناندرۍ او نښتې شوي، چې بالاخره د تېرې پېړۍ ۱۹۴۹ کال کې محکمې د جومات بندولو امر وکړ.
په ۱۹۸۰ کې د هند «بې جې پي» ګوند د يوه مشر ايل کې ايډواني په مشرۍ ځايي هندوانو د بابري جومات پر ځای د هندوانو مندر جوړولو پرېکړه وکړه، چې بالاخره د ۱۹۹۲ کال په شپږم دسمبر زرګونو هندوانو بابري جومات شهيد کړ او پر ځای د مندر جوړولو لپاره ډبرې کېښودې او هلته يې مندر جوړ کړ.
د هندوستان د سترې محکمې په پرېکړه کې راغلي، چې بابري جومات د هندوانو پر خاوره جوړ شوی او دا ځای بېرته هندوانو ته وسپارل شي.
د هندوانو مشران ادعا کوي، چې بابري جومات د دوی د يوه خدای «رام» د پيدا کېدو په ځای کې جوړ شوی دی.
د ویلو ده چې د بابري جومات قضيه په ۲۰۱۰ کال کې د هند سترې محکمې ته راجع شوې وه، چې روان کال بشپړه شوه او د جومات دغه ځمکه هندوانو ته وسپارل شوه.
سترې محکمې ويلي و، چې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره به د بابري جومات په اړه مناسبه پرېکړه وکړي، خو داسې ښکاري، چې د محکمې د نننۍ پرېکړې له امله به يو ځل بيا په اترپردېش او ټول هند کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ خونړۍ نښتې رامنځته شي.