افغانستان کښې د رسول الله مبارک میلاد ونمانځل شو
په هم دې مناسبت مونږ هم د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو اوریدونکو ته مبارکي وایو.
نن د ربیع الاول د میاشتې دولسمه د اهل سنت د روایتونو له مخې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د میلاد له نیټې سره برابره ده . د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د زوکړې ورځ ، د نړۍ د نورو اسلامي هیوادونو په څير په افغانستان کې هم ولمانځله شوه.
دغزنی ولایت په مقام کې هم د اسلام ستر لارښود حضرت محمد (ص) د میلاد له ورځې لمانځنه وشوه . په دې غونډه کې د ولایت د مشرانو په ګډون دولایتۍ شورا استازو، د نورو دولتي ادارو چارواکو تر څنګ ښځینه وو هم ګډون کړی ؤ.
د ویلو ده چې د اهل سنت د روایتونو له مخې د ربیع الاول یا وړومبۍ خور د میاشتې دولسمه او د اهل تشیع په عقیده هم د دې میاشتې اوولسمه نیټه د حضرت محمد مصطفی(ص) د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.
د ایران د اسلامي انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني په نوښت د ربیع الاول د میاشتې له دولسمې نه تر اوولسمې نیټې پورې د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د اتحاد اونۍ نوموله شوې ده او د ایران په اسلامي جمهوریت کښې په دې اونۍ کښې د رسولِ پاک(ص) د میلاد جشنونه ترسره کیږي.
نو په هم دې مناسبت مونږ هم د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو اوریدونکو ته مبارکي وایو.