نن له نمونیا ناروغۍ د ځان د ساتلو ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85842-نن_له_نمونیا_ناروغۍ_د_ځان_د_ساتلو_ورځ_ده
زمونږ خبریال وایی نن د ایران ، پاکستان او د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کښې له نمونیا( Pneumonia) یعنی سینه بغل ناروغۍ د ځان د ساتلو ورځ لمانځل کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2019 10:18 Asia/Kabul
  • نن له نمونیا ناروغۍ د ځان د ساتلو ورځ ده

زمونږ خبریال وایی نن د ایران ، پاکستان او د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کښې له نمونیا( Pneumonia) یعنی سینه بغل ناروغۍ د ځان د ساتلو ورځ لمانځل کیږی .

د دغه ورځې د لمانځلو هدف د ماشومانو له نمونیا څخه بچول او د احتیاط کولو په هکله په خلکو کښې د شعور او خبرتیا راپیدل کول دی .

نمونیا یعنی سینه بغل  په اصل کښې د سا د اخسیتلو په لاره کښې یا په سږو کښې عفونت یعنی  انفیکشن( infection.) ته ویل کیږی .

د نمونیا یعنی سینه  بغل  ناروغۍ لومړۍ نښې نزله او زکام وی خو ددغه ناروغۍ په سم ډول د پیژندلو لپاره د ایکس رې (X-rays ) اخیستل ضروری دی .

د نمونیا ناروغۍ د رامینځته کیدا په بڼه کښې د انسان په بدن کښې د اکسیجن (Oxygen) اندازه کمیږی او په نتیجه کښې یا خو د انسان دبدن غړی ناکاره کیږی یا  هغه  مړ کیږی .

راپورونه وایی چې په پاکستان کښې هر کال د نمونیا یعنی سینه بغل  ناروغۍ له کبله له اویا زرو (۷۰۰۰۰) څخه زیات ماشومان وژل کیږی .

نمونیا یعنی سینه بغل  ناروغۍ د ټول عمر کسانو  یعنی ماشومانو او لویانوته لګیدلی شی خو ماشومان او  بوډاګان زر ددغه ناروغۍ له کبله مری .

هغه کسان چې له مخکې څخه د سالنډۍ(asthma) ، د شکرې(diabetes) او د زړه دناروغۍ په شان په ناروغیو ککړ دی که چیرې د نمونیا له مرض سره مخ شی خو هغوې  زیات له خطر سره پیښیږی.

دغه راز  هغه کسان چې د بدن ددفاع قدرت یې کم وی هغوې هم د نمونیا ناروغۍ له کبله زر مړ کیږی .