امریکا په دوه ویشت نورو شرکتونو او کسانو بندیز ولګاوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85878-امریکا_په_دوه_ویشت_نورو_شرکتونو_او_کسانو_بندیز_ولګاوه
فارس خبری اژانس وایی د امریکا د سوداګرۍ وزارت پرون دوه ویشت (۲۲)شرکتونه او کسان له ایران اسلامی جمهوریت او سوریې سره د ارتباط په پلمه بایکاټ کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2019 01:43 Asia/Kabul
  • امریکا په دوه ویشت نورو شرکتونو او کسانو بندیز ولګاوه

فارس خبری اژانس وایی د امریکا د سوداګرۍ وزارت پرون دوه ویشت (۲۲)شرکتونه او کسان له ایران اسلامی جمهوریت او سوریې سره د ارتباط په پلمه بایکاټ کړل .

د امریکا دسوداګرۍ وزارت دغه دوه ویشت (۲۲) کسان او شرکتونه د هغه څه په دلیل چې په سوریې کښې له کیمیاوی فعالیتونو مادی ملاتړ او ایران ته د امریکا دشیانو انتقالول یې بللی دی د خپلو بایکاټونو په فهرست کښې ورزیات کړی دی .

امریکا په غیرقانونی ډول له اټومی تړون وتلو وروسته د ایران پرضد د دباو د زیاتولو لپاره هراړخیزه اقدامات پیل کړی دی خو ماتی یې خوړلی ده .

له کیمیاوی وسلو د سوریې د حکومت د استفادې د جعلی خبرونو خپریدل تل د سوریې په خاوره د امریکا او دهغې دمتحدانو د پوځی حملو او د لاسوهنو او د دغه هیواد په اقتصادی او پوځی بیخ بنایانو د بمباریو لپاره یوه (۱) پلمه وه او ده .

امریکا او ملګرو یې تراوسه دوه (۲)ځله په سوریې کښې له کیمیاوی  وسلو د استفادې په پلمه په دغه هیواد کښې په یوشمیر مرکزونو حملې کړی دی .

په سوریې باندې د امریکا حملې له ترهګرو ډلو دملاتړ په هدف سره شوی دی .