نړیوال استکبار د اسلام د زیاتیدونکې ودې مخنیوی غواړي
ولایتي: د امریکې په مشرۍ نړیوال استکبار د صهیونیسټي رژیم د امنیت د تامینولو په موخه په سیمه کښې د غوره کلتور په توګه د اسلام د ورځ په ورځ زیاتیدونکې ودې د مخنیوي په لټه کښې دی.
د اسلامي بیدارۍ د نړیوالې ټولنې عمومي منشي وویل: د امریکې په مشرۍ نړیوال استکبار د صهیونیسټي رژیم د امنیت د تامینولو په موخه په سیمه کښې د غوره کلتور په توګه د اسلام د ورځ په ورځ زیاتیدونکې ودې د مخنیوي په لټه کښې دی.
په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار او د اسلامي بیدارۍ د نړیوالې ټولنې سیکتر علي اکبر ولایتي نن د دغې ټولنې د عالي شورا په دولسمې غونډې کښې زیاته کړه: د قدس د نیواکګر رژیم د خاورې په توګه د جولان د غونډیو پیژندل، صهیونیسټي رژيم ته وسلې ورکول او له صهیونیسټي رژيم سره د ځینو مرتجع عرب هیوادونو اړیکې ځینې هغه کارونه دي چې امریکې د اسرائیلو او د ځینو عرب مشرانو په ملګرتیا او غږملتیا سره د اسلامي نړۍ خلاف پلان کړي او اجرا کړي دي.
هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د مقاومت چورلیز هم د امریکې او د هغې د انډیوالانو د اقداماتو په وړاندې د فعال مقاومت د سیاست په تعقیبولو سره خپل ګامونه او پلانونه تعقیب او اجرا کړې دي، وویل: په نویو دسیسو کښې دښمنان غواړي چې په پټه او څرګنده توګه د استخباراتي عواملو او سروسونو په لارښوونې سره، په عراق او لبنان کښې د ناکرارۍ او ګډوډي په جوړولو سره د سیمې خلک وځوروي.