ورځپاڼو ته کتنه ۳۰/۸/۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86023-ورځپاڼو_ته_کتنه_۳۰_۸_۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 21, 2019 13:20 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۳۰/۸/۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

د تهران چاپ نننيو اکثرو ورځپاڼو د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د ايران توليدونکو، روزګار رامنځته کونکو او اقتصادي فعالانو په کتنه کښې د حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي ځينې وېناوې راخېستې دي. په دغو کښې کېهان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې په دغه کتنه کښې د معظم رهبر له قوله وليکل: بنديزونه دومره زر نه ختمېدونکي نه دي، حل لاره يې په کورني توان تکيه ده. دوي د ملي پانګې او په اسلامي نظام کښې د عامه سوکالتیا د پراختیا اهمیت او هم داشان له هیواده له بهره د هیلې او تمې نه لرلو ضرورت ته په اشارې سره تاکيد وکړ: کار او بنیادي تګلاره (د کورني تولید د پياوړتیا او رونق له لارې د بندیزونو له تاوانه د اقتصاد خوندي کول) دي او زۀ د دې کار ملاتړی یم او د هیواد د حقیقي پرمختګ د لارې بشپړه دفاع کوم.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وېنا په پاې کښې د ایران ولس او د انقلاب دوستانو او هم دښمنانو ته په خطاب کښې تاکيد وکړ چې د ایران ولس د پوځي، امنیتي او سیاسي جنګ په ډګرونو کښې دښمن په شا تنبولې دے او د خداے تعالی په فضل به په اقتصادي جنګ کښې هم په پریکنده توګه ماتې ورکړوو او د تولید د غوړیدو او اقتصادي پرمختګ په لاره کښې د روان خوځښت په دوام سره به خپل روښانه راتلونکي ته ورسیږو.

--------

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر په حوالې سره وليکل:  بلواګر د دښمانانو د پروګرام اجراکونکی وو. ولسمشر حسن روحانی په هیواد کښې د پیټرولو د بیو د مدیریت د پلان له اجرا وروسته رامینځته شویو مسائلو ته په اشارې سره وویل وسله وال او منظم شوي بلوه ګر د ایران په خلاف د سیمې د عربو مرتجعو رژیمونو،صهیونیسټ رژیم او امریکې د ګډ پروګرام اجرا کونکي دي .

د خبر له مخې د ایران ولسمشر دغه رنګ له هغو کورنیو سره چې خپلوان یې د بلوه ګرو کسانو په وروستیو پیښو کښې شهیدان شوي يا زخمي وو د خواخوږۍ په اعلانولو سره په هیواد کښې د ملی امنیت له ګډوډونکو سره  په پریکنده چلند تاکيد وکړ .

------

ورځپاڼې بيا په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د دائمي استازي په نقل سره وليکل: امریکه او اسرائیل له ډله ايزو وژونکو وسلو د مینځني ختیځ د پاکیدو مخه نیسي.

مجید تخت روانچي په نیویارک کښې د ملګرو ملتو په دفتر کښې له ایټمي او ډله ايزو وژونکو وسلو د مینځني ختیځ د پاکولو په غونډې کښې، په دې خبرې سره چې له ایټمي وسلو د مینځني ختیځ د پاکولو موضوع په وړومبي ځل د ایران له خوا مطرح شوه، څرګنده کړه: د اسرائیلو رژیم په څه باندې ۲۰۰ ډول ډول خطرناکو ایټمي وسلو او بمونو په لرلو سره، په این، پي، ټي تړون کښې هم نه دے شامل شوے.

-----

د تهران يوې بلې رسالت ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د يونيسېف په حوالې سره وليکل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف خبردارے ورکړ د یمن څه دپاسه دولس  میلیونه ماشومان په خطر کښې دي او سمدستي بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري.

د خبر له مخې د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف د ماشومانو دحقوقو د کنونشن د تصویبیدو د دېرشمې کلیزې په درشل کښې وویل له تیرو  دیرشوکلونو راهسې تراوسه د ماشومانو د حقوقو د کنونشن د تصویبیدو له وخت راهسې د  ماشومانو لپاره له تاریخي بریاو سره سره یمن تراوسه  د ماشومانو لپاره دنړۍ د ترټولو بدو هیوادونو په قطار کښې ګڼل کیږي.

د ورځپاڼې د یو بل خبر له مخې په ايران کښې د سوئيزرلېنډ سفير چې د امريکې د ګټو ساتونکی هېواد دے د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزارت ته احضار کړے شو او د ايران په کورنيو چارو کښې د امريکې د لاسوهنو په اړه يې ورته سخت احتجاج  وړاندې کړ.

-----------

اوس به د پاکستان ورځپاڼې راواخلو چې وړومبې هم جنګ ورځپاڼه راخلو چې د دغه هېواد د سترې محکمې د مشر قاضي  له قوله يې وليکل: څوک دې د طاقتور پېغور نه راکوي، د عدليې په وړاندې طاقتور او کمزوري يو دي.

قاضي آصف کهوسه زياته کړه دا عدليه ده چې يو وزيراعظم يې نااهل کړ، بل ته يې سزا ورکړه او د فوځ د پخواني مشر دوسيه هم په محکمه کښې د غور په حال کښې ده.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل د پاکستان وزيراعظم عمران خان وويل، زۀ به په يوازې ځان هم له مافيا او د مالي فساد مرتکب کسانو سره جنګيږم. هغۀ زياته کړه زما ګوند دې هيڅ فکر نه کوي د ګوند په خلاف له بهرنۍ دوسيې نه به هم څه د هغه په خلاف څه ارونه ځي.

----------

د پاکستان چاپ دنيا ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل، دلندن په ګائز روغتون کښې د پاکستان د پخواني وزيراعظم نواز شريف تر څلور ګېنټو معائنه اوشوه، صحت يې نسبتاً ښۀ دے، د تېسټونو د نتيجې له راتلو نه پس به فېصله کولې شي چې هم لندن کښې به يې علاج جاري وساتل شي او که امريکې ته منتقل کړې شي.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې پاکستاني فضائي حدودو ته بې له اجازې داخلې شوې يوې امريکائي فوځي الوتکې ته د پاکستان په خاوره د کښېناستېدو اجازه ورنکړې شوه او ستنه کړې شوه.

-------

د پېښور مشرق ورځپاڼې بيا وليکل د خېبر پښتونخوا وزيراعلی د دغې صوبې د خېبر ضلعې تيراه سيمې ته د تحصيل د درجې ورکولو اعلان وکړ. وزيراعلی محمود خان په دغه اعلان کښې په سيمه کښې د ترقياتي کارونو په تېزولو تاکيد وکړ.

ورځپاڼې د خېبرپښتونخوا صوبې د اطلاعاتو د وزير شوکت علي يوسفزي له قوله وليکل، د هېواد معيشت د پياوړتيا په حال کښې دے، دا ځل مو له مرکزي بېنک څخه پور وانه خېست.د صادراتو اندازه هم زياته شوې ده او پانګه والو ته زمينې برابرې کړې شوې دي.

----------