ABU ایوارډ د ایران راډیو او ټیلیویژن وګټه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86055-abu_ایوارډ_د_ایران_راډیو_او_ټیلیویژن_وګټه
د آسیا او اقیانوسیې د راډیو او ټیلیویژنونو د اتحادیې د غونډې د رسندوي صنعت او بیخ بیناؤ د پراختیا د برخې ایوارډ د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په برخه شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2019 02:34 Asia/Kabul
  • ABU ایوارډ د ایران راډیو او ټیلیویژن وګټه

د آسیا او اقیانوسیې د راډیو او ټیلیویژنونو د اتحادیې د غونډې د رسندوي صنعت او بیخ بیناؤ د پراختیا د برخې ایوارډ د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په برخه شو.

د جاپان په پلازمینه ټوکیو کښې د روان ۲۰۱۹ کال د آسیا او اقیانوسیې د راډیو او ټیلیویژنونو د اتحادیې د غونډې د رسندوي صنعت او بیخ بینايي پراختیا د برخې انعام د ایران د راډیو او ټیلیویژن ادارې ته ورکړی شو.

د ایران د صدا و سیما ادارې د پراختیا او ټیکنالوجۍ د برخې مرستیال رضا علیدادي د دغې غونډې ترڅنګ څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلیویژن ادارې د ځان بسیاینې په لاره کښې د ځايي ځواکوکونو او تجهیزاتو په کارولو سره د رسندوي صنعت د بنسټیز جوړښت په پراختیا کښې ډیر کارونه کړې دي.

د ویلو ده چې د آسیا-اقیانوسیې د راډیو او ټیلیویژنونو اتحادیه (ABU) د نړۍ له ۵۷ هیوادونو څخه په ۲۸۰ غړو سره د نړۍ په کچه یوه ډیره ستره او مسلکي رسندوي اتحادیه ده چې د ایران د راډیو او ټیلیویژن اداره یې یو فعال غړی دی.