په مصر کښې د ځناورو مومیایی تنې پیدا شوی
Nov 26, 2019 13:03 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وایی په مصر کښې د مړو شویو ځناورو داسې مومیایی تنې پیدا شوی دی چې مخینه یې له اتویشتمې(۲۸) میلادی لسیزې دیرشمې(۳۰) میلادی لسیزې ته ستنیږی .
په موندلو شویو مومیایی ځناورو کښې د زمریو د بچیو ، د تمساح یعنی د کروکوډایل، پیشوګانو ، د مارانو او د بیزوګانو یعنی د شادوګانو تنې او لاشونه پیدا شوی دی .
د مصر چارواکو د ترلاسه شویو مومیایی ځناورو تنې د خلکو نندرې ته وړاندې کړی دی او خلک د دغو لاشونو په لیدو سره حیرانیږی .
د ویلو ده چې مصر په تیرې اکتوبر میاشت کښې په ښه حالت کښې د دیرشو (۳۰) مومیایی مړیو د ترلاسه کولو ادعا کړی وه .
ټیګونه