فرانسې ایران ته د بایکاټونو ګواښ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86174-فرانسې_ایران_ته_د_بایکاټونو_ګواښ_وکړ
ایرنا خبری اژانس وایی د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان پرون له سپینې سترګی توب څخه په ډکو څرګندونو کښې ایران ته ګواښ وکړ چې څو اړخیزه بندیزونه به ورباندې له سره ولګول شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2019 02:41 Asia/Kabul
  • فرانسې ایران ته د بایکاټونو ګواښ وکړ

ایرنا خبری اژانس وایی د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان پرون له سپینې سترګی توب څخه په ډکو څرګندونو کښې ایران ته ګواښ وکړ چې څو اړخیزه بندیزونه به ورباندې له سره ولګول شی .

هغه د ایران د اټومی ژمنو په کمولو کښې د تهران اقدام ته په اشارې سره وویل پاریس په اټومی تړون کښې د اختلافاتو د حل د مکانیزم چې په مکانیزم ماشه مشهور دی په اعلانیدا د غور کولو په حال کښې دی .

د فرانسې خارجه وزیر لوډریان په داسې حال کښې ایران  له  مکانیزم ماشه په  استفادې او د اټومی بایکاټونو په بیرته لګولو وګواښه چې اروپایی هیوادونو تراوسه په اټومی تړون کښې په خپلې هیڅ ژمنې عمل نه دی کړی .

مکانیزم ماشه د اټومی تړون یوه(۱) ماده ده چې د ایران پرضد د ملګروملتونو د بایکاټونو دبیا اعمالیدا سبب کیدلای شی .