فرانسې ایران ته د بایکاټونو ګواښ وکړ
Nov 28, 2019 02:41 Asia/Kabul
ایرنا خبری اژانس وایی د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان پرون له سپینې سترګی توب څخه په ډکو څرګندونو کښې ایران ته ګواښ وکړ چې څو اړخیزه بندیزونه به ورباندې له سره ولګول شی .
هغه د ایران د اټومی ژمنو په کمولو کښې د تهران اقدام ته په اشارې سره وویل پاریس په اټومی تړون کښې د اختلافاتو د حل د مکانیزم چې په مکانیزم ماشه مشهور دی په اعلانیدا د غور کولو په حال کښې دی .
د فرانسې خارجه وزیر لوډریان په داسې حال کښې ایران له مکانیزم ماشه په استفادې او د اټومی بایکاټونو په بیرته لګولو وګواښه چې اروپایی هیوادونو تراوسه په اټومی تړون کښې په خپلې هیڅ ژمنې عمل نه دی کړی .
مکانیزم ماشه د اټومی تړون یوه(۱) ماده ده چې د ایران پرضد د ملګروملتونو د بایکاټونو دبیا اعمالیدا سبب کیدلای شی .
ټیګونه