اسرائیلو په ایران د دباو د زیاتولو غوښتنه وکړه
ایرنا خبری اژانس وایی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د امریکا دباندنیو چارو وزیر مایک پمپئو بیګا د پرتګال هیواد په پلازمینې لیسبن کښې کتنه وکړه او د هغه څه په هکله چې په سیمه کښې یې د ایران بې ثباتۍ رامینځته کونکی نفوذ وباله بحث او دنظر تبادله وکړه .
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو د امریکا له خارجه وزیر پمپئو سره په دغه کتنې کښې په ایران د واشنګټن د دباونو د زیاتولو غوښتنه وکړه .
مایک پمپئو له دغه کتنې وروسته وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم به له ایران سره د مقابلې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړی .
د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو څه موده مخکې په ایران اسلامی جمهوریت باندې د دبانو د زیاتولو لپاره د هڅو په دلیل د امریکا د ولسمشر ټرمپ قدرونه کړی وه .
امریکا د تیر میلادی کال په می میاشتې کښې له اټومی تړون په غیرقانونی ډول له وتلو وروسته د ایران پرضد د دباو د راوستلو لپاره هراړخیزه هڅې پیل کړی دی .
د ایران اسلامی جمهوریت د مقاومت دجبهې د یوه(۱) اصلی غړی په توګه په سیمه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسی رول لری .