په امریکا کښې په ډزو کښې ۶ کسان وژل شوی
Dec 11, 2019 02:04 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وایی د امریکا په نیوجرسی ایالت کښې په ډزو کښې د یوه (۱) پولیس په شمول درې (۳) ښاریز وژل شوی او د پولیسو په ځوابی ډزو کښې هم دوه (۲)بریدګر وژل شوی دی .
ویل کیږی چې د امریکا یو(۱) پولیس د وژلې په هکله له دوو(۲) کسانو د پلټنې لپاره سیمې ته ورغی او نوموړیو دوو (۲) کسانو پولیس په سر باندې په ډزو وویشت او وتښتیدل .
برید ګر په یوه (۱)ګاډی کښې له تښتیدا وروسته یوه (۱) دکان ته ننوتل او د پولیسو په ډزو سره دواړه ووژل شول .
امریکا په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو ستر جوړونکی او مالی مرسته کونکی هیواد دی او په دغه هیواد کښې له خلکو سره زیاتې وسلې شته او هره ورځ په لسګونو کسان په ډزو کښې وژل کیږی .
ټیګونه