د نړۍ ترټولو سوړ ښار ته ورشئ
زمونږ خبریال د ځمکې نیمایی شمالی برخه همدا اوس له سخت ساړه سره مخ ده او هلته له ساړه سره سره د ورځې پرمهال رڼا هم په کمیدا ده .
خو د روسیې د نورلسک ښار په شان موسم په نورو ښارونو کښې نه لیدل کیږی.
په دغه ښار کښې خلک د جنورۍ د میاشتې تر نیمایی پورې د لمر سترګې رڼا نه وینی او هغه د نړۍ ترټولو سوړ ښار هم ګڼل کیږی .
نورلسک ښار د سایبریا سیمې په هغو دوو (۲) ښارونو کښې شامل دی کوم چې ټول کال منجمد وی او د ژمی په موسم کښې د دغه سیمې یولک پینځه اویا زره (۱۷۵۰۰۰) وسیدونکی له منفی یوشپیته(۶۱) سینټی ګریډه سړوالی سره مخ وی .
په عمومی توګه په دغه ښار کښې ټول کال د تودوخی درجه منفی لس (۱۰) وی او همدغه وجه ده چې دغه ښار ته د نړۍ ترټولو سوړ ښار ویل کیږی .
د سایبریا د یوه(۱) بل ښار پاکو تسک درجه له دې هم زیاته وی .
نورلسک ښار په ټول کال کښې دوه سوه اویا (۲۷۰) ورځې له واورې ډک وی او په هرو دریو (۳) ورځو کښې یوه (۱) ورځ د دغه سیمې خلک د واورې له طوفان سره مخ کیږی .
نورلسک ښار له نړۍ څخه بیخی څنګ ته شوی .
نورلسک ښار د شمال په اخری سیمه کښې پروت دی او له زیاتې ځمکې لرلو سره سره هلته هیڅ سړک نشته .
نورلسک ښار د روسیې له پلازمینې ماسکو څخه اتلس سوه (۱۸۰۰)کلومیټره لیری دی او هلته ورتلل په الوتکه یا کشتۍ کښې امکان لری او دغه ښار له نورې دنیا سره هیڅ ارتباط نلری او د دغه سیمې اکثره خلک روسیې ته مین لینډ (Mainland)وایی .
خو له دومره سخت ساړه سره سره په نورلسک ښار کښې زیاته ګڼه ګوڼه وی په دغه ښار کښې ګاډی شته ، هوټلونه شته ، ستره سینما شته او نور نوی اسانتیاوې هم شته .
دغه راز نوی خلک نورلسک سیمې ته ورځی چې وجه یې د زیات عاید ترلاسه کول دی .
ځکه چې په نورلسک ښار کښې د پلوټونیم او د پلاډینم زیرمې دی او دغه ښار د روسیې ترټولو شتمن ښار هم بلل کیږی .
د روسیې نورلسک ښار د نړۍ له ترټولو ساړه ښار سره سره د معدن له کبله یو (۱)ترټولو ککړ ښار هم ګڼل کیږی
د معدن له کبله څه موده مخکې هلته د بهیدونکی سمندر اوبه هم سرې (Red)شوی وی .
دغه راز د دنیا ترټولو سوړ کلی هم په نورلسک ښار کښې دی چیرې چې په جنورۍ میاشت کښې هم د تودوخی درجه منفی پنځوس (۵۰) سینټی ګریډه وی او په سترګو باندې هم واوره جم کیږی
.