په انډونیزیا کښې ټرافیکی پیښې ۲۴ کسان وژلی
Dec 24, 2019 12:34 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وایی د انډونیزیا هیواد په جنوب کښې په سوماترا ولایت کښې یوې(۱) کندې ته د بس د غورځیدا په پیښه کښې څلرویشت (۲۴) کسان وژل شوی او دیارلس(۱۳) نور ژوبل شوی هم دی .
ویل کیږی چې مسافر وړونکی بس انډول له لاسه ورکړ او د سړک غاړې ته له یوه(۱) دیوال سره وجنګیده چې له کبله یې دغه څلرویشت (۲۴) کسان مړه او دیارلس (۱۳) نور ژوبل شول .
ویل کیږی چې په دغه پیښه کښې ځینې کسان بې درکه شوی هم دی .
په بس کښې د سوارو مسافرانو د وینا پراساس د پیښې په وخت بس کښې پنځوس (۵۰) کسان سپاره وو او پولیسو د پیښې په هکله تحقیقات پیل کړی دی .
ټیګونه