ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
ګرانو دوستانو نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې نن کیهان ورځپاڼه راخلو چې د ابرار په شمول د ځینو نورو ورځپاڼو په شان یې د یمن له انصار ا... غورځنګ سره د ایران د وړومبني پوځي تړون د لاسلیکیدو خبر راخیستی دی.
کیهان لیکي چې دغه تړون تیره دوشنبه په تهران کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له دفاع وزیر جنرال حاتمي سره په ایران کښې د یمن د انصار ا... غوځنګ د ګمارل شوي سفیر ابراهیم محمد الدیلمي په کتنه کښې لاسلیک شوی دی.
خبر زیاتوي چې د یمن په حوثیانو پورې پیئلي المسیره ټي وي چینل په دې خبر سره وویل چې الدیلمي وړمه ورځ د ایران له دفاع وزیر سره په کتنه کښې په مختلفو سویو د ایران او یمن د ملګرتیا په ضرورت ټینګار وکړ او د یمن خلاف د سعودي تر مشرۍ لاندې ائتلاف پوځي تیري په وړاندې یې د ایران د دریځونو قدرونه وکړه.
په دغه کتنه کښې د ایران دفاع وزیر هم د یمن د کړکیچ لپاره د یوې سیاسي حل لارې د موندلو په ضرورت باندې په ټینګار سره د خپل هیواد د راتلونکي لپاره د یمنیانو د برخلیک د ټاکلو په حق باندې تاکید وکړ.
امیر حاتمي وویل: د یمن وسله والو پرمختګونو دنیا هک حیرانه کړې ده.
هغه له لاسپوڅو وسله والو او د القاعدې او داعش له تکفیري ډلو او د هغوي له سیمه ایزو ملاتړو سره د یمن د ولس مبارزه د ستاینې وړ وبلله او ویې ویل: بې شکه چې د یمن د خلکو دریدنې، د ریاض د هغو وکامنانو تصورات او ګمانونه باطل کړل چې په خپلو پرمختللو وسلو متکي او ډاډه وو.
د ایران دفاع وزیر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د یمن مسئله پوځي حل لاره نه لري، څرګنده کړه: د یمن ستونزه به په دغه هیواد کښې له ټولو سیاسي لورو سره د سلامشورو ا خبرواترو له لارې هواره شي. یمن د ټولو یمنیانو دی او خپله د دوي ترمینځ په کرار ماحول کښې مذاکرات د دغه هیواد پیچلې ستونزې هوارولی شي.
*/*/*/*/*/*
خراسان
له تهرانه چاپیدونکې خراسان ورځپاڼې بیا عمان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر او هلته یې له مختلفو چارواکو او شخصیتونو سره د ملاقاتونو خبر راخیتسی دی.
په خبر کښې لولو چې د ایران او عمان خارجه وزیرانو سږ کال په پنځم ځل له یو بل سره وکتل او د دلچشپۍ وړ موضوعاتو په هکله یې خبرې اترې وکړې خو دا ځل د عمان پلازمینه مسقط د دغو مذاکراتو کوربه و.
له معمول سره سم د دغو خبرواترو په هکله هیڅ جزئیات رسنیو ته نه دي ورکړی شوې.
په تېرو څو مياشتو کښې د تهران او مسقط ترمېنځ ډېر تګ راتګونه شوي دي. په دغو سفرونو کښې د دواړو هېوادونو د چارواکو لخوا اقتصادي او سياسي اهداف او سيمه ايز مسائل مطرح شوي او په مختلفو برخو کښې يې ښې نتيجې ترلاسه شوې دي. په همدې لړ کښې دغه کتنه چې تهران ته د عمان د خارجه وزير يوسف بن علوي له سفر نه د څه کم يوه مياشت وروسته وشوه، اهميت لرونکې بلل شوې ده.
ايران او عمان د هرمز تنګۍ دواړو لورو ته پراته هیوادونه دي. نو په دې وجه تهران او مسقط په دغه حساسه سيمه کښې په ډېره اندازه د امنيت او ثبات د ساتنې غوښتونکي دي او دغه حساسيت ته پکار دي په سيمه ايزو تعلقاتو کښې د قوت د يو ټکي په توګه وکتل شي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
رویش ملت:
رویش ملت ورځپاڼې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د وړومبي مرستیال خبره راخیستې چې وايي: د ایران د اقتصاد د خرابولو لپاره د امریکې سیاستونو ماتې خوړلې ده.
اسحاق جهانګیري وویل: د امریکې د کارړنګونو او دښمنیو سره سره مونږ کلک اودریدلي یو او د ایران د اقتصاد د خرابولو لپاره د امریکایانو سیاستونه له ماتې سره مخامخ شوې دي چې د ایران د لوړو ظرفیتونو او اقتصادي توانمنیو بیانونکې دي.
*/*/*/*/*/*/*
کابل چاپ
کابل چاپ ننیو ورځپاڼو د نورو مسایلو ترڅنګ د ټاکنیزو شکایتونو د ثبت او د سولې روانې پروسې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
سرخط
سرخط ورځپاڼې لیکلي، طالب چارواکي په پاکستان کې له خپلو ملاتړو مشرانو سره تر خبرو او مصلحت وروسته چمتو شوي چې له امریکا سره د اوربند په مسلې خبرې وکړې.
خو د سرمقاله لیکوونکي په خبره اوس چې طالبان د سولې مذاکراتو ته چمتو شوي زلمی خلیل زاد د کرسمس په رخصتیو بوخت دی.
وړاندې په سرمقاله کې د یو شمېر نږدې سرچینو له قوله راغلي،چې ممکن تر نوي میلادي کاله پورې د سولې په خبرو کې هېڅ ډول پرمختګ ونه شي.
دنیا
دنیا ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو پر لومړنیو پایلو اعتراضونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي او د ټولو تقلبي رایو د ابطال غوښتنه کېږي خو ټاکنو کمېسیون ټينګار کړی چې بایومټریک شوې رایې باید باطلې نه شي.
وړاندې د یوشمېر چارواکو له قوله راغلي،د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په خپلو چارو کې خپلواکه دی او د دې پوره صلاحیت لري چې هغه رایې باطلې کړي کومې چې ستونزې لري.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سره مقاله کې د ټاکنیزو شکایتونو د ثبت د ورستۍ ورځې په اړه لیکلي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، سره له دې چې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه زرګونه شکایتونه ثبت شوي خو نن چهارشنبه هم د ورځې تر پایه هره معترضه ډله وخت لري چې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپل کره او پر واقعیتونو او شواهدو برابر شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ته وسپاري.
سرمقاله لیکونکی لیکي، د ملت غوښتنه داده چې داځل د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې د لومړنیو هغو په څېر ونه ځنډول شي،ځکه بې کاري، د چارو سستوالی، د پانګې تېښته او سوړ ژمی په دغه هېواد کې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
د سرمقالې لیکوال لیکي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د قانون او طرزالعملونو له مخې خپل ټاکلی وخت لري چې دغه شکایتونه و ارزوي، او په خپل وخت یې خو که چېرې د لومړنیو پایلو په څېر ډېر وځنډېږي ستونزې به لاپراخې شي.
د سرمقالې په پای کې راغلي، د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې پر لوړه ټکنالوژۍ وشوې او د درغلیو داسې څه په کې نه شته چې دا ټکنې په شا وتمبوي او یا مثبتې پایلې ونه لري، که بیا هم ټاکنې دوهم پړاو ته ځي نو دا به سخته وي ځکه پر دغو ټاکنو ۱۴۹ میلیونه ډالر لګښت راغلی.
*/*/*/*/*/*/*