هندوستان له کشمیره خپل اووه زره عسکر اوباسي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86814-هندوستان_له_کشمیره_خپل_اووه_زره_عسکر_اوباسي
د هندوستان د کورنیو چارو وزارت د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر څخه د اوو زرو پوځیانو د وتلو حکم صادر کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2019 12:59 Asia/Kabul
  • هندوستان له کشمیره خپل اووه زره عسکر اوباسي

د هندوستان د کورنیو چارو وزارت د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر څخه د اوو زرو پوځیانو د وتلو حکم صادر کړ.

د هند داخله وزارت نن دغو اوو زرو پوځیانو ته امر وکړ چې له کشمیره ووځي او د هیواد په مختلفو سیمو کښې خپلو اډو ته ستانه شي.

د هندوستان حکومت د روانې میلادي میاشتې په وړومبیو کښې هم له کشمیر څخه د خپلو کابو دوو زرو پوځیانو د وتلو حکم صادر کړی و.

کلونه وشول چې هندوستان د لس هاؤ زرو پوځیانو په دیره کولو سره د کشمیر ځینې سیمې نیولې دي او په دریو لسیزو کښې یې زرګونه کشمیریان وژلې دي.