چین تل د اټومی موافقې ملاتړ کړی دی
ایرنا خبری اژانس وایی د چین د باندنیو چارو وزیر وانګ یی ټینګار وکړ پیکینګ په روان میلادی کال کښې تل د اټومی تړون ساتنه کړی ده او نور لوری هیوادونه یې هم د دغه تړون ساتلو او په دقیق ډول د هغه اجرا کولو ته هڅولی دی .
هغه په یوې(۱)مرکې کښې په روان میلادی کال کښې د چین د ډیپلوماسۍ د مهمو فعالیتونو په بیانولو سره په لویدیځې اسیا کښې د پیکینګ رول ته په اشارې سره وویل چین تل په مینځنی ختیځ کښې د سولې د رامینځته کولو او تثبیتولو ملاتړی وو او دی او په دې زمینه کښې د اټومی تړون ، د فلسطین د سولې او د سوریې د مسلې په شان مسائیلو کښې یې رول لوبولی دی .
د چین خارجه وزیر وانګ یی په دوام کښې د امریکا په یواړخیزپالنې باندې په نیوکې سره ټینګار وکړ د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د لویدیځو هیوادونو لاسوهنو ماتی خوړلی ده .
چین په ځلونو له اټومی تړون په ملاتړ کښې په خپل پریکنده دریځ ټینګار کړی دی او تل د ایران پرضد د امریکا له غیرقانونی بایکاټونو سره مخالف دی .