د ایران خارجه وزارت د کویت شاذدافیر وروباله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86882-د_ایران_خارجه_وزارت_د_کویت_شاذدافیر_وروباله
د ایران خارجه وزارت د کویت شاذدافیر ته په دغه هیواد کښې په ترسره شوې ایراني ضده غونډې خپل اعتراض واوروه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2019 04:15 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزارت د کویت شاذدافیر وروباله

د ایران خارجه وزارت د کویت شاذدافیر ته په دغه هیواد کښې په ترسره شوې ایراني ضده غونډې خپل اعتراض واوروه.

د کویت له ځینو چارواکو سره د یوې ترهګرې او بیلتون غواړې ډلګې د استازي له ملاقات او په کویت کښې د ایراني ضده غونډې له ترسره کیدو وروسته، پرون مازیګر په تهران کښې د کویت د سفارت شاذدافیر د ایران خارجه وزارت ته وروغوښتل شو او د ایران د اسلامي جمهوریت سخت اعتراض ورته واورول شو.

په دغه غونډه کښې د ایران د خارجه وزارت د فارس خلیج د چارو مدیر په خپل مینځي اړیکو کښې د متقابل احترام په ضرورت باندې په ټینګار سره دغه کار وغنده او څرګنده یې کړه: دا ډول اقدامات د ایران د اسلامي جمهوریت به کورنیو چارو کښې څرګنده لاسوهنه او د ښه ګاونډیتوب د اصل او د کویټي چارواکو د دوستانه څرګندونو خلاف ورزي ده او د ایران د سرزمیني حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د احترام د اصل خلاف دي.