ایران د صومالیا په پلازمینه کشې ترهګره حمله وغندله
Dec 29, 2019 04:19 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاندن بیګا په موګادیشو کښې شوې ترهګره حمله په کلکه وغندله.
د ایرنا د خبر له مخې سید عباس موسوي د دغې ترهګرې حملې د غندلو په ترڅ کښې د یاد بوږنونکي جنایت د قربانیانو له کورنیو او د صومالیا له ټول ولس او حکومت سره خواخوږي څرګنده کړه.
د ویلو ده چې پرون د صومالیا په پلازمینې موګادیشو ښار کښې د یو کار بم چاودنې له امله څه باندې ۹۰ تنه مړه شوي او لسګونه نور زخمي شوې دي.
ټیګونه