د هندوستان د ښاریزو پرضد قضایی دوسیه جوړه کړی ده
تسنیم خبری اژانس وایی د هندوستان حکومت په دغه هیواد کښې د مذهبی توپیر په قانون د زرګونو اعتراض کونکو محصیلینو پرضد قضایی دوسیې جوړې کړې .
د هندوستان حکومت وویل د دغو ټولو محصیلینو پرضد د ملی امنیت پرضد د اقدام په نوم سره دوسیې جوړې شوی دی او ټاکل شوی ده دغه ټول کسان زر ونیول شی .
د هندوستان دغو محصیلینو تیره اونۍ په یوشمیر مظاهرو کښې د مسلمانانو پرضد د تابعیت نوی قانون غندلی وو .
هغوې په هغه قانون باندې د اعتراض په ترڅ کښې چې پراساس یې خارجی کډوال د نه مسلمان توب په شرط د هندوستان تابعیت ترلاسه کوی وویل دغه قانون یوازې په مسلمانانو ګوزار کړی دی چې هغوې څنګ ته کړی .
په عین حال کښې د هندوستان د بیلابیلو صوبو اعلی وزیرانو پرون د دغه هیواد په مشرانو جرګې کښې د ښاریزتوب د نوی لایحې له تصویبیدا سره د مخالفت په ترڅ کښې وویل دغه قانون د مسلمانانو د کمزوری کولو لپاره دی او هیڅکله به د هغه د اجرا اجازه ورنکړو .
له اوسنی قانون سره سم په هندوستان کښې غیرقانونی کډوالو ته د تابعیت یعنی سیټی زن شیپ ورکول ممنوع دی .