په سیمه کښې د صلحې لپاره د ایران او روسیې وړاندیزونه
ظریف: ایران او روسیه په فارس خلیج کښې د صلحې لپاره مهم وړاندیزونه لري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په سوریې کښې د صلحې د ټینګښت لپاره د تهران او ماسکو ملګرتیا ته په اشارې سره وویل: ایران او روسیې اوس په فارس خلیج کښې د صلحې لپاره خینې مهم وړاندیزونه کړې دي.
محمد جواد ظریف پرون مازیګر له ماسکو څخه چین ته له روانیدو مخکښې په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې د روسیې له خارجه وزیر سرګئي لاوروف سره خپل ملاقات ته په اشارې سره ولیکل: د نورو په اپوټه چې له خپلو سواحلو زرګونو مایله لرې جنګونه جوړوي، ایران او روسیې په سوریې او فارس خلیج کښې د صلحې لپاره ملګرتیا کوي.
ظریف له دې مخکښې له لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کښې په فارس خلیج کښې د امنیت په لړ کښې د ایران او روسیې ملګرتیا ته په اشارې سره هیله څرګنده کړې وه چې تهران او ماسکو په فارس خلیج کښې د امنیت لپاره خپلې ورته طرحې پراخې کړي او نور هیوادونه هم په دغو پلانونو کښې شاملیدو ته وهڅوي.
په دغه خبري غونډه کښې د روسیې خارجه وزیر هم د فارس خلیج د امنیت تامینولو لپاره د ماسکو طرحې ته په اشارې سره څرګنده کړه: ایران هم د هرمز د صلحې د طرحې وړاندیز کړی دی او نن د دغو طرحو او په سیمه کښې د آرامښت لپاره مذاکراتو د اجرا په هکله د نظر تبادله وشوه.
د ویلو ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي همرتبه سره له سلامشورې وروسته د دوه اړخیزو اړیکو، ایټمي موافقې او سیمه ایزو مسائلو په هکله له چیني چارواکو سره د خبرواترو په موخه بیګا بیجنګ ته روان شو.