نوی میلادی کال، د سوکالۍ کال د ټولو مبارک شه
نوی میلادی کال، د سوکالۍ کال د ټولو مبارک شه
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د نړۍ د درستو خلکو لپاره له نیکمرغۍ،سوکالۍ او ثباته د ډک کال هیله وکړه .
د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحاانی د ۲۰۲۰ میلادی کال د رارسیدا په مناسبت د هیوادونو مشرانو ته دمبارکۍ په پیغام لیږدولو سره هیله ښودلې ، په وړاندې کال کې د نړۍ مشران ددرستو انسانانو لپاره له آرامښت او مهربانۍ ډک کال برابر کړی .
د ډاکټر حسن روحانی په پیغام کې راغلی دی ، په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ رهبران په لازیاتې او دوه چنده هلوځلو او له یواړخیز پالنې په لیریوالی سره او همداراز پر عدالت پتمنۍ د مشتمل عمل او لیدتوګې په کارونې سره د درستو انسانانو لپاره له آرامښت ، ثبات او مینې د ډک کال زمینه برابره کړی او د انسان په وړاندې په چیلنجونو با ندې په غلبې سره د خپلو ملتونو لپاره له سولې ، امنیت او هوساینې د ډک ژوند زمینې نندارې ته وړاندې کړی .
داسلامی ایران ولسمشر همداراز د نړۍ درستو خلکو لپاره له نیکمرغۍ ، سوکالۍ او ثباته د ډک کال هیله وکړه .
د تهران د پښتو خپرونې د درستو کارکونکو له خوا دنړۍ درستو انسانانو په تیره تاسو خوږو مینه والو ته د نوی میلادی کال په رسیدا سره د زړه له کومې مبارکی وایوو .