ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې
نن د تهران ورځپاڼو په سر کښې آفتاب ورځپاڼه راخلو چې د وړومبي مخ په یو خبر کښې یې د ایران او چین د خارجه وزیرانو د یو ګډ انځور په خپرولو سره لیکلې دي: له روسیې او چین څخه د ظریف حضوري مننه.
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف چې چین ته په دوه ورځنی سفر تلی و د دغه هیواد له خارجه وزیر وانګ یی سره په کتنې کښې یې له څو اړخیز پالنې څخه د چین ملاتړ ته په اشارې سره ووئیل ، له ایران سره داړونده موضوعګانو پشمول له نړیوالو موضوعګانو او مسئلو څخه په ملاتړ کې دچین رول ډیر مهم دی .
جواد ظریف د ایران په ضد د امریکا په یو اړخیزو بندیزونو په سختو نیوکو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل،له یو اړخیز پالنې سره دې مقابله او له څواړخیز پالنې څخه دې ملاتړ وکړي
د چین خارجه وزیر وانګ یی هم د دواړو هیوادونو اړیکو مخینې ته په اشارې سره ددغو اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ .
خبر زیاتوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له چین مخکښې روسیې ته تلی و او په ماسکو کښې یې له خپل روسي همرتبه سرګئي لاوروف سره هم رغنده خبرې اترې کړې وې.
*/*/*/*
(په حشد الشعبي باندې د حملې تاوان)
دا د هغه بل خبر عنوان دی چې د آفتاب په شمول د تهران چاپ ډیرو ورځپاڼو راخیستې دی او زیاتوي چې د عراق خلک په بغداد کښې د امریکې د سفارت مخې ته په راغونډیدو سره د امریکې بیرغ وسوزوه او د دغې سفارتخانې د بندیدو غوښتونکي شول.
په خبر کښې لولو چې پرون دعراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا د سفارت په وړاندې په لسګونو زره خلکو په راغونډیدو او (مړه دې امریکا) او (مړۀ دې وي نیواکګر) د چغو په پورته کولو سره د تیریګرې امریکا دسفارت په وړاندې دامریکا بیرغ ته اور ورته کړ.
په لسګونو زره پاریدلو خلکو په بغداد کې د امریکا د سفارت یوې دروازې ته په اوور اچولو سره ددغه سفارت په دیوالونو وختل او ورباندې ئې د الحشد الشعبی ځوا ک په ملاتړ سره ددغه ولسی ځواک بیرغ ورپوۀ او د امریکا خلاف یې سخت شعارونه هم ولیکل.
ورځپاڼو لیکلي چې د عراق د ولس په دغه اقدام پسې په بغداد کې د امریکا سفیر سره د سفارت دنورو غړو په ډ له ایز ډول پښې سپکې کړې او نامعلوم ځای ته وتښتیدل.
**
ابرار ورځپاڼې بیا د ایران خلاف د جرمني ادعاؤ ته د خارجه وزارت د غبرګون او نیوکې خبر راخیستی دی.
په دغه خبر کښې راغلې دي: د اسلامی ایران د خارجه وزارت ویندوی عباس موسوی پرون د دې خبرې په کولو سره چې جرمنی په سیمې کې دامریکا په غیر قانونی لاسوهنو باندې خپلې سترګې پټې کړې دي، وايي، جرمنی په د اسې حال کې په دروغو او غولولو سره ایران د سیمې په بې ثباته کولو تورنوي چې خپلې سترګې ئې د لویدیځی آسیا د بې ثباتۍ دتر ټولو مهم عامل په توګه دامریکا په غیر قانونی لاسوهنو پټې کړې دي.
د جرمنی خارجه وزارت په مینځنی ختیځ کې د امریکا او لویدیځو هیوادونو تیریګرو او ورانکارو سیاستونو ته له پامه پرته مدعی شوی، ایران باید خپل سیمه ایز سیاستونه بدل کړی .
د جرمنی خارجه وزارت په عراق کې له ترهه ګرۍ په ملاتړ او په دغه هیواد کې د امریکا د غیر پوځی شتون باندې په سترګو پټولو سره وئیلی دی ،د غیر حکومتی وسلوالو ډلو د حملو زیاتیدا د عراق امنیت او ثبات له خطرې سره مخامخ کوی .
**
او د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې خپل وړومبی خبر او سرټکی د عراق پرونیو پیښو ته ځانګړی کړی او د څو انځورونو ترڅنګ یې په غټو ټکیو لیکلې دي: د حشد الشعبي د شهیدانو وینې عراق متحد او یوموټی کړ.
خبر زیاتوي چې پرون د عراق ولس د حشد الشعبي د مظلومو شهیدانو لپاره ویر او ژړا وکړه او شیعه او سني ټولو وویل چې حشد ځواکونو د عراق ملي اتلان دي. کیهان لیکي چې دا یوموټی توب او وحدت چې عراق ورته ضرورت درلود، د امریکې ولسمشر هغوي ته ورکړ او عراقیان یوځل بیا متوجه شول چې دوست یې کوم دی او دښمن یې څوک دی.
دغه مثالي وحدت او یوموټې توب د نیویارک ټایمز په شان د سپینې ماڼۍ د نزدې رسنیو له سترګو هم پټ پاتې نه شو او دغې ورځپاڼې د نورو ډیرو امریکايي رسنیو ترڅنګ پرون وویل چې په حشد الشعبي باندې د امریکې د جنګي الوتکو حملې عراقیان متحد کړل.
د دغه بې مثاله یوموټي توب په سیوري چې پرون په عراق کښې ټول پام دوو شیانو ته ورګرځیدلی و، وړومبی د حشد الشعبي شهیدان چې په ډیر غم سره یې په بغداد کښې جنازه وشوه او دویم د یو داسې ځاې په توګه د امریکې سفارت چرته چې د عراق د خلکو خلاف دسیسې پلانیږي او عملیاتي کیږي.
**
کابل چاپ
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په قطر کې د سولې روان بهېر او د ټاکنیزو شکایتونو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
ویسا
ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې د قطر خبرې ولې معلقې درېدلې دي؟
دغې ورځپاڼې د پخواني طالب چارواکي مولوی عبدالسلام ضعیف له قوله لیکلي، د سولې چوکاټ تل ماتېدونکی دی، د بې اعتمادۍ او بې شمېره غلیمانه کړنو له کبله یې هر وخت د ګډوډیو کېدو امکان موجود دی.
وړاندې راغلي، مولوی عبدالسلام ضعیف دا خبرې داسې مهال کوي، چې یو شمېر سرچینې وايي، طالبان د اوو ورځو په جریان کې په لویو ښارونو کې د تاوتریخوالي په کمولو سلا شوي دي.
سرخط
سرخط ورځپاڼې بیا د سولې وزارت په تړاو لېکنه کړې ده.
وړاندې راغلي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت له جوړېدو سره هممهاله داسې انګېرل کېده چې ښايي ولسمشر د سولې عالي شورا چې له کلونو راهیسې په کي سلګونه کسان لوړ لوړ معاشونه اخلي خو د کار پایله درک نه لري، لغوه اعلان کړي خو داسې ونه شول او په دغه شورا کې لاهم سلګونه کسان له کار پرته معاشونه اخلي.
د سرمقاله لیکوونکي په باور، که څه هم د سولې شورا تشکیل ته په کتو هېڅکله هم د دغې شورا موجودیت ته اړتیا نه وه خو اوس چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړ شوی، ولسي جرګې یې تشکیلات او نور موضوعات تایید کړي او داسې ښکاري چې له شورا به ګټور تمام شي.
د سرمقالې په نتیجه ګیرۍ کې راغلي، اوس چې د سولې خبرې اترې یوه مهم پړاو ته رسېدلي دي او ښايې په راتلونکي کې مخامخ بین الافغاني خبرې اترې هم پیل شي نو اړتیا ده چې دغې پروسې ته د یوه واحد او مشخص ادرس له لارې ورننوتو لپاره د سولې عالي شورا لغوه او پرځای ېې د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر ظرفیت کار وشي.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، د ټاکنو وروستۍ برخلیک ټاکونکې پایلې دې ژر تر ژره اعلان شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان د ټاکنو او دغه راز د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو خپلواک کمېسیونونه د ولسمشریزو ټاکنو وروستیو پایلو د اعلانولو لپاره دټاکنو د قانون او داسې نورو ټاکنیزو طرازالعملونو او مقرراتو له مخې باید له خپل ورکړل شوي اسقلالیت، صلاحیت، جدیت او قاطعیته کار واخلي او هېڅ کومې ټاکنیزې ډلې او زورواکي ته اجازه ور نه کړي چې د خپلې خوښیې کاندید او یا له نورو کاندیدانو سره د ناوړو جوړښتونو له مخې په شکایتونو کې لاس وهنې وکړي.
د سرمقالې په باور ،که چیري په دغو شکایتونو کې لاسوهنې وشي نو دا به افغان ولس په وړاندې یاد کمیسیون باور ټکنی کړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*