د خلیفه حفتر جنګی الوتکو په طرابلس بمبارې کړی
Jan 02, 2020 05:16 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وایی د خلیفه حفتر په مشرۍ د لیبیا ملی پوځ ته د اړونده ډلې جنګی الوتکو پرون یوځل بیا په پلازمینې طرابلس بمبارې وکړې .
د لیبیا د ملی وفاق حکومت د روغتیا وزارت وویل خلیفه حفتر ته اړونده جنګی الوتکو د طرابلس په جنوب کښې په الساوانی سیمې بمبارې کړی دی چې له کبله یې کابو درې (۳) ملکیان وژل شوی دی .
د لیبیا د ملی پوځ په نوم ډلې ته اړونده جنګی الوتکو په تیرو څو اونیو کښې په ځلونو د طرابلس په بیلابیلو سیمو بمبارې کړی دی .
د خلیفه حفتر په قومندنۍ د لیبیا د ملی پوځ په نوم ډلې چې کلونه کلونه کیږی د سعودی عربستان د مصر د متحده عربی اماراتو او د امریکا او دځینو نورو لویدیځو هیوادونو په ملاتړ سره یې د لیبیا په ختیځ سلطه درلودله په تیرو څو میاشتو کښې د دغه هیواد د شمال په لور پرمختګ کړی دی .
ټیګونه