د هندوستان محصیلینو لوږ تړ ته دوام ورکړی
تسنیم خبری اژانس وایی د هندوستان د اسلامی ملی پوهنتون محصیلینو د ښاریزتوب د نوی قانون په تصویبیدا اعتراض کښې لوږ تړ کړی دی .
د هندوستان په پلازمینې نوی ډیلی کښې د اسلامی ملی پوهنتون محصیلینو چې له تیرو شلو (۲۰) ورځو راهسې یې تراوسه پورې لوږ تړ ته دوام ورکړی دی وویل تر هغه وخته پورې چې د نوی ډیلی حکومت د ښاریزتوب نوی قانون لغوه نکړی هماغه راز به خپل لوږ تړ ته دوام ورکړی .
د هغو کسانو خوشی کول چې په تیرو څو ورځو کښې نیول شوی او د هغو کسانو د جنازې د لمانځه ترسره کول او خاورو ته د هغوې سپارل چې د ښاریزتوب په قانون د اعتراض په وخت د پولیسو لخوا وژل شوی دی د هندوستان د محصیلینو نورې غوښتنې دی .
د هندوستان د محصیلینو یوه (۱) بله غوښتنه په بیلابیلو ښارونو کښې د اینټرنیټ له سره وصلول دی ځکه چې د هندوستان حکومت د پراخو اعتراضونو او د ناکراریو د کنټرولولو په هدف په بیلابیلوښارونو کښې اینټرنیټ غوڅ کړی دی .
د ویلو ده چې د هندوستان کابو سل (۱۰۰) سیاسی ګوندونه او سیاسی او ټولنیزې ډلې هم غیر مسلمانانو ښاریزو ته د تابعیت د ورکولو د لایحې د وړاندې کولو په هکله د نوی ډیلی د حکومت په اقدام اعتراض کښې سره متحدې شوی دی .
په هندوستان کښې د ښاریزتوب په نوی قانون باندې اعتراض کښې تراوسه کابو دیرش (۳۰) کسان د امنیتی ځواکونو لخوا وژل شوی دی او څه دپاسه یویشت زره (۲۱۰۰۰) نور نیول شوی هم دی .