دغه یخچال د ډوډۍ د پخولو نسخه درښیی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87094-دغه_یخچال_د_ډوډۍ_د_پخولو_نسخه_درښیی
زمونږ خبریال وایی د ډوډۍ پخول او د ډوډۍ د نسخې برابرول د هرې اشپزخانې او پخلنځی بحث وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2020 12:08 Asia/Kabul
  • دغه یخچال د ډوډۍ د پخولو نسخه درښیی

زمونږ خبریال وایی د ډوډۍ پخول او د ډوډۍ د نسخې برابرول د هرې اشپزخانې او پخلنځی بحث وی .

خو اوس د نړۍ سترو شرکتونو او ټیکنالوژیو د دغه بحث د ختمولو فیصله کړی ده .

د جنوبی کوریا دغو سترو شرکتونو داسې یخچال د معرفی کولو فیصله کړی ده چې پکښې د کیښودل شویو سبزیانو، میوو ، غوښې او د مصالحو له ساتلو سره سره د ډوډۍ د پخولو نسخه هم درښیی .

هو بیخی همداسې ده اوس د ټیکنالوژۍ په دغه نوی پړاو کښې تاسو د خواړو او د ډوډۍ د نسخې په هکله له هیڅ چا پوښتنې کولو یا په اینټرنیټ باندې لټون ته هیڅ ضرورت نلرئ بلکې د تاسو یخچال به دغه کار اسان کړی .

په دغه سمارت یخچال کښې مصنوعی اینټلی جینس یعنی مصنوعی پوهه کارول شوی ده  چې دننه د موجودو سبزیانو، میوو ، غوښې او د نورو شیانو د پیژندلو صلاحیت لری .

دغه نوی ټیکنالوژۍ د پخلنځی په لور یو(۱) نوی ګام دی ځکه چې پراساس یې وخت هم بچت کیږی .

په دغه نوی یخچال کښې کیمرې کارول شوی دی او د مصنوعی پوهې د انځور او تصویر په مرستې سره په یخچال کښې موجود شیان پیژندی .

د غه یخچال نسخه جوړوی او دغه خبره هم درته کوی چې په دومره اندازه ډوډۍ پخولو ته کوم شی کم دی .

د جنوبی کوریا دغو شرکتونو وویل چې دوې به دغه هوشمند یا سمارټ یخچال په روان میلادی کال کښې کښې په یو لړ دستورو کښې  معرفی کړی .

د جنوبی کوریا دغو شرکتونو وویل چې دوې له دې مخکې هم د مصنوعی پوهې د صلاحیت لرونکی یخچال جوړ کړی دی خو د ډوډۍ د نسخې د ښودلو په ارتباط ټیکنالوژۍ د تیروخت له ټیکنالوژۍ څخه ډیره ښه ده .