دغه یخچال د ډوډۍ د پخولو نسخه درښیی
زمونږ خبریال وایی د ډوډۍ پخول او د ډوډۍ د نسخې برابرول د هرې اشپزخانې او پخلنځی بحث وی .
خو اوس د نړۍ سترو شرکتونو او ټیکنالوژیو د دغه بحث د ختمولو فیصله کړی ده .
د جنوبی کوریا دغو سترو شرکتونو داسې یخچال د معرفی کولو فیصله کړی ده چې پکښې د کیښودل شویو سبزیانو، میوو ، غوښې او د مصالحو له ساتلو سره سره د ډوډۍ د پخولو نسخه هم درښیی .
هو بیخی همداسې ده اوس د ټیکنالوژۍ په دغه نوی پړاو کښې تاسو د خواړو او د ډوډۍ د نسخې په هکله له هیڅ چا پوښتنې کولو یا په اینټرنیټ باندې لټون ته هیڅ ضرورت نلرئ بلکې د تاسو یخچال به دغه کار اسان کړی .
په دغه سمارت یخچال کښې مصنوعی اینټلی جینس یعنی مصنوعی پوهه کارول شوی ده چې دننه د موجودو سبزیانو، میوو ، غوښې او د نورو شیانو د پیژندلو صلاحیت لری .
دغه نوی ټیکنالوژۍ د پخلنځی په لور یو(۱) نوی ګام دی ځکه چې پراساس یې وخت هم بچت کیږی .
په دغه نوی یخچال کښې کیمرې کارول شوی دی او د مصنوعی پوهې د انځور او تصویر په مرستې سره په یخچال کښې موجود شیان پیژندی .
د غه یخچال نسخه جوړوی او دغه خبره هم درته کوی چې په دومره اندازه ډوډۍ پخولو ته کوم شی کم دی .
د جنوبی کوریا دغو شرکتونو وویل چې دوې به دغه هوشمند یا سمارټ یخچال په روان میلادی کال کښې کښې په یو لړ دستورو کښې معرفی کړی .
د جنوبی کوریا دغو شرکتونو وویل چې دوې له دې مخکې هم د مصنوعی پوهې د صلاحیت لرونکی یخچال جوړ کړی دی خو د ډوډۍ د نسخې د ښودلو په ارتباط ټیکنالوژۍ د تیروخت له ټیکنالوژۍ څخه ډیره ښه ده .