البانیا د ایران دوه ډيپلوماټان له هیواده وویستل
البانیا د ایران دوه ډيپلوماټان له هیواده وویستل
Jan 16, 2020 03:05 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د البانیا حکومت پرون په چټي تورونو د ایران دوه (۲) ډيپلوماټان وویستل . د البانیا خارجه وزارت له هیڅ ډول ثبوت وړاندې کولو پرته ادعا وکړه چې د ایران دغو دوو (۲) ډيپلوماټانو غیرقانوني فعالیتونه ترسره کړي دي .
د ۲۰۱۸ میلادي کال په دسمبر میاشت کښې هم البانیا د ایران دوه (۲) ډيپلوماټان د غیر قانوني اقداماتو په پلمه له هیواده ایستلي وو .
د البانیا خارجه وزارت په هغه وخت کښې ویلي وو دغه اقدام یې له امریکا او صهیونیسټ رژیم سره له غږملتیا وروسته ترسره کړی دی .
البانیا ډیره موده کیږي چې د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پناه ځاې بدله شوي ده .
همدا اوس د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ څه دپاسه دوه زره (۲۰۰۰) غړي په البانیا کښې شته .
ټیګونه