د عراق دعین الاسد دمرکزټپیان جرمنی اوکویت ته وړل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87332-د_عراق_دعین_الاسد_دمرکزټپیان_جرمنی_اوکویت_ته_وړل_شوی
د واشنګټن چارواکو تر دې دمه ادعا کوله چې په عین الاسد پوځی مرکز د ایران توغندوی حملې هیڅ ډ ول مرګ ژوبلې نه دی ا ړولی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 17, 2020 10:19 Asia/Kabul
  • د عراق دعین الاسد دمرکزټپیان جرمنی اوکویت ته وړل شوی

د واشنګټن چارواکو تر دې دمه ادعا کوله چې په عین الاسد پوځی مرکز د ایران توغندوی حملې هیڅ ډ ول مرګ ژوبلې نه دی ا ړولی .

زمونږخبریال د ډیفینس ون انټرنیټی سایټ له قوله راپور راکر د امریکا دپوځ او پنټاګان څو لوړپوړو پوځی چارواکو  روښانه کړې ده ،  د عراق په عین الاسد امریکائی پوځی مرکز د ایران  دتوغندوی حملې یو شمیر ټپیان، تیره اونۍ د جرنی لنداشتول  ښار او په کویت کې د امریکا پوځی روغتونونو ته منتقل کړ ائ شو ی دی .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم  په لومړی ځل وړمه ورځ  په عین الاسد پوځی مرکز د ایران د توغندوی حملې په نتیجې کې د لسګونو پوځیانو دټپی کیددو خبر ورکړی ؤ ،

 په دې پسې دداعش په ضد دامریکا تش په نامه مبارزه کونکی ائیتلاف بیګا دیوې اعلامیې  په خپرولو سره دې ته اړ شوی چې تائید کړی ، په عین الاسد امریکائی پوځی مرکز د ایران په توغندوی حملې کې د امریکا دولس پوځیان  ټپیان شوی چې هماغه راز ئې درملنه کیږی .

 د واشنګټن چارواکو تر دې دمه ادعا کوله چې  په عین الاسد پوځی مرکز د ایران توغندوی حملې  هیڅ ډ ول مرګ ژوبلې نه دی ا ړولی