د ایران د تیلو دصادراتو صفر ته په رسولو کې د امریکا بشپړ ناکامي
چین دې له ایرانه تیل نه اخلی ګنی بایکاټ به شی
د ایران اسلامی جمهوریت د مقاومت د جبهې د یوه اصلی غړی په توګه ، په سیمې کې له امریکائی صهیونیسټی چورلیزی دسیسو او اقداماتو سره په مقابلې کې اساسی رول لوبوی .
فارس خبری اژانس راپورورکړ د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په یوې مرکې کې یو ځل بیا په دې ادعا سره چې د چین په وسیله له ایرانه د تیلو اخستل غیر قانونی دی ،ووئیل ، واشنګټن تیار دی پر هر هغه هیواد او اورګان چې د امریکا دبندیزونو دنظام خلاف ورزی کوی ،بندیز ولګوی .
د امریکا خزانې وزیر سټیون منوچین هم دتیرې یکشنبې په ورځې وئیلی وو ،که چین له ایرانه د تیلو اخستو ته دوام ورکړی ،نو دامریکا له بندیزونو سره به مخامخ شی .
د امریکائی چارواکو دغه ګواښونه اودړکې په داسې حال کې دی چې دبیجینګ چارواکو په کرتو په ډاګه وئیلی دی ،د ایران په ضد د امریکا یو اړخیز بندیزونه به هیڅکله هم ونه منی .
د ډونالډټرمپ حکومت د ایران په ضد د زیاتره دباؤ په دوام کې څه دپاسه نهه میاشتې کیږی ،د ایران د تیلو د اخستونکو دبایکاټولو بخښنه ئې لغوه کړې ده څو پخپل خیال د اسلامی ایران دتیلو صادرات صفر ته ورسوی ،خو تردې دمه ئې بشپړ او بې شرمه ماته خوړلې ده او له ډیرو زیاتو ګواښونو اوبندیزونو سره سره ئې د ایران دتیلو صادرات صفر ته درسولو هڅې نه دی بریالی کړائ شوی .
د چین، روسیې ،ترکیې ، عراق او هندوستان په شمول ډیری هیوادونو په ډاګه وئیلی دی ، د ایران په ضد به دامریکا یو اړخیز بندیزونه ونه منی او له ایران سره به خپلو تجارتی اړیکو ته دوام ورکړی . د ایران اسلامی جمهوریت د مقاومت د جبهې د یوه اصلی غړی په توګه ، په سیمې کې له امریکائی صهیونیسټی چورلیزی دسیسو او اقداماتو سره په مقابلې کې اساسی رول لوبوی .