په سوریې کښې د روسیې په اډې برید ناکامه شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87386-په_سوریې_کښې_د_روسیې_په_اډې_برید_ناکامه_شو
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې دفاع وزارت بیګا د سوریې په شمال لویدیځ کښې په لاذقیه ولایت کښې په «حمیمیم »هوايي اډې باندې دترهګرو ډلو د بې پایلوټه الوتکو د حملې په شا تمبولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2020 01:52 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې د روسیې په اډې برید ناکامه شو

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې دفاع وزارت بیګا د سوریې په شمال لویدیځ کښې په لاذقیه ولایت کښې په «حمیمیم »هوايي اډې باندې دترهګرو ډلو د بې پایلوټه الوتکو د حملې په شا تمبولو خبر ورکړ .

د روسیې دفاع وزارت وویل د حمیمیم هوايي اډې دفاعي سیسټمونو د ترهګرو ډلو درې (۳) په وسلو سمبال بې پایلوټه الوتکې دغه اډې ته نږدې تباه کړي دي .

د روسیې دفاع وزارت وویل د حمیمیم هوايي اډې تاسیساتو ته هیڅ تاوان نه دی رسیدلی .

په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادي کال راهسې د سعودي عربستان د امریکا او د دوې د ملګرو هیوادونو تر ملاتړ لاندې د ترهګرو ډلو په پراخو  یرغلونو سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو د بدلولو لپاره رامینځته کړی شوی دی .

د سوریې پوځ څه موده مخکې د  ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي سلاکارانو په مرستې او د روسیې په ملاتړ سره وتوانید چې په خپل هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې دوسیه وتړي .