په نړۍ کښې کرونا وایروس خپور شوی دی
یورونیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د ملګروملتونو د روغتیا دنړیوال موسسې چارواکو د سویزرلینډ په جینیوا کښې له بیړنۍ غونډې وروسته د کرونا وایروس د خپریدا په دلیل په نړۍ کښې د بیړني حالت له اعلانولو ډډه وکړه .
د روغتیا نړیوالې اداې وویل د کرونا د نوي وایروس د خپریدا په دلیل په نړیواله سویه د بیړني حالت د اعلانولو لپاره اوس وخت شته .
دا په داسې حال کښې دي چې تراوسه په چین کښې په کرونا نوي وایروس څه دپاسه اته سوه (۸۰۰) کسان اخته شوي او پینځویشت (۲۵) یې مړه شوي هم دي .
اکثره کسان چې په کرونا وایروس اخته شوي د چین د «ووهان ښار» وسیدونکي دي .
په چین سربیره په اوو(۷) نورو هیوادونو کښې هم په کرونا نوي وایروس باندې د ځینو کسانو د ککړیدا راپورونه ورکړل شوي دي .
د وایروس انتقال له انسان څخه انسان ته دی او دغه وایروس اکثره د سا او د خولې له لارې انتقالیږي .
ویل کیږي چې کرونا وایروس د ماښام ښاپیرک د سوپ له خوړلو او د موږکانو له خوړلو خپور شوی دی .