دیرش کلنۍ ښځې له الوتکې سره واده کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87537-دیرش_کلنۍ_ښځې_له_الوتکې_سره_واده_کړی
ه نړۍ کې ډېر داسې خلک شته چې له روايت نه پرته يې له داسې شيانو سره ودونه کړي دي، چې ځينې خو غېر ژوندي موجودات دي او ځينو نارينو\ښځو بيا له بېلا بېل ډول څاروو سره هم ودونه کړي، خو يوه ښځه اوس غواړي چې له الوتکې سره واده وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 26, 2020 14:10 Asia/Kabul
  • دیرش کلنۍ ښځې له الوتکې سره واده کړی

ه نړۍ کې ډېر داسې خلک شته چې له روايت نه پرته يې له داسې شيانو سره ودونه کړي دي، چې ځينې خو غېر ژوندي موجودات دي او ځينو نارينو\ښځو بيا له بېلا بېل ډول څاروو سره هم ودونه کړي، خو يوه ښځه اوس غواړي چې له الوتکې سره واده وکړي.

د جرمني هېواد اوسېدونکې يوې ښځې له الوتکې سره مينه کړې ده او غواړي چې د ټول عمر ملګرى يې کړي، د مايکلي کوبي په نوم دغه ښځه د بوينګ ٣٧٣ الوتکې د ژوند ملګرى جوړولو پرېکړه کړې ده.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وينا، ٣٠ کلنې جرمنۍ ښځې مايکلي کوبي غواړي چې ٤٠ ټنه وزن لرونکې الوتکې سره واده وکړي، هغه له دغه الوتکې سره تر حده ډېره مينه کوي او د دې مينې پيل يې ٦ کاله مخکې پيل شوى و، چې اوس دغه مينه په واده بدلېدونکې ده.

د مايکلي کوبي په وينا، چې په لومړي ځل يې بوينګ ٧٣٧ الوتکه په برلن هوايي مېدان کې وليدله او په لومړي ځل ليدو پرې ميينه شوه. هغه وايي، چې په هوايي مېدان کې لګېدلې شيشې څخه يې د دغه الوتکې ننداره وکړه او تېر کال په ستمبر کې يې ورسره په لومړي ځل وليدل.

دغه ښځه وايي، چې هغه تېر کال د ستمبر په مياشت کې د دغه الوتکې ليدو ته ورغله، له هغې نه يې کوکۍ واخيستې او نوم يې هم ورته کېښود، بيا څه وخت وروسته د دغه الوتکې سره په دويمه ليدنه کې يې پرېکړه وکړه چې له الوتکې سره به واده کوي.

 

که څه هم د مايکلي کوبي کورنۍ او ملګرو د هغې له الوتکې سره واده قبول کړى دى، خو د کورنۍ غړو يې له الوتکې سره د ليدنې په برخه کې هېڅ لېوالتيا نه ده ښکاره کړې.

دغه ښځې د مارچ په ١٨مه نېټه د هالېنډ په امسټرډام کې له يادې الوتکې سره د ليدنې بندوبست کړى دى او په همدغه ورځ به په يو ځانګړي پروګرام کې له الوتکې سره واده هم وکړي.

طبي پوهانو بيا دې ډول مينې ته د ابجيکټوفيليا نوم ورکړى دى، چې يو انسان پکې له يوه داسې شي سره مينه کوي، چې هغه ژوندى موجود نه وي.