په عین الاسد کې د۵۰ امریکائي پوځیانوپه مغزوکې ګړبړراغلی
له دې مخکې دامریکا د ولسمشر پشمول لوړپوړو سیاسی او پوځي چارواکو وئيل چې د ایران په توغندوي حملې کې هیڅ ډول مرګ ژوبلې نه دي اوښتي ،خو څو ورخې وروسته ئې ومنله چې ددغې توغندوي حملې له امله د یولسو امریکائي پوځيانو په مغزو کې ډزې شوي دي څو ورځې وروسته ئې بیا اعتراف وکړ چې د نولسو او څو ورځې وروسته ئې بیا وئيلی ،د څلوردیرشو امریکائي پوځيانو په مغزو کې ګړ بړ راغلی دی،خو بلاخره په دریم ځل ئې یوځل بیا وئیلي دي،چې دایران د توغندوي حملې له مله په عین الاسد پوځي مرکز کې کابو پنځوسو امریکائي پوځيا
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، د امریکا د جنګ وزارت پنټاګان ویندوي توماس کمپیل نن سهار وختي په یوې اعلامیې کې د دریم ځل لپاره اعتراف کړی ، چې د عراق په عین الاسد امریکائي پوځي کیمپ دایران د توغندوي حملې په نتیجې کې د پنځوسو امریکائي پوځیانو په مغزو کې ګړ بړ راغلی دی .
هغه وئيلي دي ، له دغو پنځوسو پوځيانو څخه دیرش پوځیانو په عراق کې درملنه شوې او دخپل ماموریت ځاي ته بیرته ګرځيدلي دي . کمپیل وئيلی اتلس نور پوځيان د لازیاتې درملنې لپاره جرمني ته منتقل کړائ شوي دي .
داپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې دامریکا د ولسمشر پشمول لوړپوړو سیاسی او پوځي چارواکو وئيل چې د ایران په توغندوي حملې کې هیڅ ډول مرګ ژوبلې نه دي اوښتي ،خو څو ورخې وروسته ئې ومنله چې ددغې توغندوي حملې له امله د یولسو امریکائي پوځيانو په مغزو کې ډزې شوي دي څو ورځې وروسته ئې بیا اعتراف وکړ چې د نولسو او څو ورځې وروسته ئې بیا وئيلی ،د څلوردیرشو امریکائي پوځيانو په مغزو کې ګړ بړ راغلی دی،خو بلاخره په دریم ځل ئې یوځل بیا وئیلي دي،چې دایران د توغندوي حملې له مله په عین الاسد پوځي مرکز کې کابو پنځوسو امریکائي پوځيانو په مغزو کې ګړ بړ راغلی دی .