په عین الاسد کې د۵۰ امریکائي پوځیانوپه مغزوکې ګړبړراغلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87601-په_عین_الاسد_کې_د۵۰_امریکائي_پوځیانوپه_مغزوکې_ګړبړراغلی
له دې مخکې دامریکا د ولسمشر پشمول لوړپوړو سیاسی او پوځي چارواکو وئيل چې د ایران په توغندوي حملې کې هیڅ ډول مرګ ژوبلې نه دي اوښتي ،خو څو ورخې وروسته ئې ومنله چې ددغې توغندوي حملې له امله د یولسو امریکائي پوځيانو په مغزو کې ډزې شوي دي څو ورځې وروسته ئې بیا اعتراف وکړ چې د نولسو او څو ورځې وروسته ئې بیا وئيلی ،د څلوردیرشو امریکائي پوځيانو په مغزو کې ګړ بړ راغلی دی،خو بلاخره په دریم ځل ئې یوځل بیا وئیلي دي،چې دایران د توغندوي حملې له مله په عین الاسد پوځي مرکز کې کابو پنځوسو امریکائي پوځيا
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 29, 2020 10:42 Asia/Kabul
  • په عین الاسد کې د۵۰ امریکائي پوځیانوپه مغزوکې ګړبړراغلی

له دې مخکې دامریکا د ولسمشر پشمول لوړپوړو سیاسی او پوځي چارواکو وئيل چې د ایران په توغندوي حملې کې هیڅ ډول مرګ ژوبلې نه دي اوښتي ،خو څو ورخې وروسته ئې ومنله چې ددغې توغندوي حملې له امله د یولسو امریکائي پوځيانو په مغزو کې ډزې شوي دي څو ورځې وروسته ئې بیا اعتراف وکړ چې د نولسو او څو ورځې وروسته ئې بیا وئيلی ،د څلوردیرشو امریکائي پوځيانو په مغزو کې ګړ بړ راغلی دی،خو بلاخره په دریم ځل ئې یوځل بیا وئیلي دي،چې دایران د توغندوي حملې له مله په عین الاسد پوځي مرکز کې کابو پنځوسو امریکائي پوځيا

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ،  د امریکا د جنګ وزارت پنټاګان  ویندوي توماس کمپیل  نن سهار وختي په یوې اعلامیې کې  د دریم ځل لپاره اعتراف کړی ،  چې  د عراق په عین الاسد امریکائي پوځي کیمپ   دایران د توغندوي حملې  په نتیجې کې د  پنځوسو امریکائي پوځیانو په مغزو کې ګړ بړ راغلی دی .

 هغه وئيلي دي ، له دغو پنځوسو پوځيانو څخه  دیرش پوځیانو په عراق کې درملنه شوې او  دخپل ماموریت ځاي ته بیرته ګرځيدلي دي . کمپیل وئيلی  اتلس نور پوځيان  د لازیاتې درملنې لپاره  جرمني ته منتقل کړائ شوي دي .

 داپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې  دامریکا  د ولسمشر پشمول لوړپوړو سیاسی او پوځي چارواکو  وئيل چې د ایران په توغندوي حملې کې هیڅ ډول مرګ ژوبلې نه دي اوښتي ،خو څو ورخې وروسته ئې  ومنله چې ددغې توغندوي حملې له امله د یولسو امریکائي پوځيانو په مغزو کې ډزې شوي دي   څو ورځې وروسته  ئې بیا  اعتراف وکړ چې د نولسو او څو ورځې وروسته ئې بیا  وئيلی ،د څلوردیرشو امریکائي پوځيانو په مغزو کې ګړ بړ راغلی دی،خو بلاخره په دریم ځل ئې یوځل بیا وئیلي دي،چې دایران د توغندوي حملې له مله په عین الاسد پوځي مرکز کې  کابو پنځوسو امریکائي پوځيانو په مغزو کې ګړ بړ راغلی دی .