د پيړۍ معامله د صلیبي جنګونو دوام دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87638-د_پيړۍ_معامله_د_صلیبي_جنګونو_دوام_دی
په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار د پيړۍ معامله د اسلامي هیوادونو د مځکو د خرڅولو او ویشلو لپاره یوه طرحه وبلله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2020 04:17 Asia/Kabul
  • د پيړۍ معامله د صلیبي جنګونو دوام دی

په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار د پيړۍ معامله د اسلامي هیوادونو د مځکو د خرڅولو او ویشلو لپاره یوه طرحه وبلله

په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار د پيړۍ معامله د اسلامي هیوادونو د مخکو د خرڅولو او ویشلو لپاره یوه طرحه وبلله او ویې ویل: د ټرمپ او نتانیاهو دا کار د صلیبي جنګونو دوام دی.

علي اکبر ولایتي پرون په یوه خبري غونډه کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې د امریکې او صهیونیسټي رژيم دې کار ته روانو غبرګونونو وښودله چې نن سبا د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د فلسطینیانو یوموټې توب بې مخینې دی، زیاته کړه: د امریکې او صهیونیسټي رژیم د ګډوډ خوب تعبیر به هغه خپسې وي چې له سیمې به یې د وتلو سبب شي.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ تیره سه شنبه په سپینې ماڼۍ کښې د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو په ملګرتیا د (پيړۍ د معاملې) مخ کتنه وکړه.