سوریې او عراق کښې په زرګونو خارجي ترهګر شته
ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو له ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې مشر ولادیمیر ورونکوف پرون وویل په سوریې او عراق کښې کابو اوه ویشت زره (۲۷۰۰۰) خارجي ټروریسټان شته .
هغه وویل نړیواله ټولنه باید هوښیاره ووسي او له ترهګرو ډلو سره په مبارزې کښې په متحد ډول عمل وکړي .
د ملګروملتونو له ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې مشر ولادیمیر ورونکوف خبرداری ورکړ داعش ترهګره ډله په سوریې او عراق کښې د خپل قدرت د بیرته ترلاسه کولو لپاره د هڅې په حال کښې ده .
په سوریې او عراق کښې کړکیچونه د سعودي عربستان ، امریکا او د دوې د نورو عربو او اروپايي هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخو یرغلونو سره د صهیونیسټ رژيم په ګټه د سیمې د معادلاتو د بدلولو لپاره پیل شوي دي .
د سوریې او د عراق پوځونه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي سلاکارانو په مرستو او د روسیې په ملاتړونو سره توانیدلي دي په خپلو هیوادونو کښې د داعش ډلې دوسیه وتړي .
نورې ترهګرې ډلې هم د ماتي په حال کښې دي .