سوریې او عراق کښې په زرګونو خارجي ترهګر شته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87796-سوریې_او_عراق_کښې_په_زرګونو_خارجي_ترهګر_شته
ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو له ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې مشر ولادیمیر ورونکوف پرون وویل په سوریې او عراق کښې کابو اوه ویشت زره (۲۷۰۰۰) خارجي ټروریسټان شته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 08, 2020 01:25 Asia/Kabul
  • سوریې او عراق کښې په زرګونو خارجي ترهګر شته

ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو له ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې مشر ولادیمیر ورونکوف پرون وویل په سوریې او عراق کښې کابو اوه ویشت زره (۲۷۰۰۰) خارجي ټروریسټان شته .

هغه وویل نړیواله ټولنه باید هوښیاره ووسي او له ترهګرو ډلو سره په مبارزې کښې په متحد ډول عمل وکړي .

د ملګروملتونو له ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې مشر ولادیمیر ورونکوف خبرداری ورکړ داعش ترهګره ډله په سوریې او عراق کښې د خپل قدرت د بیرته ترلاسه کولو لپاره د هڅې په حال کښې ده .

په سوریې او عراق کښې کړکیچونه د سعودي عربستان ، امریکا  او د دوې د نورو عربو او اروپايي هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخو یرغلونو سره د صهیونیسټ رژيم په ګټه د سیمې د معادلاتو د بدلولو لپاره پیل شوي دي .

د سوریې او د عراق پوځونه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي سلاکارانو په مرستو  او د روسیې په ملاتړونو  سره توانیدلي دي په خپلو هیوادونو کښې د داعش ډلې دوسیه وتړي .

نورې ترهګرې ډلې هم د ماتي په حال کښې دي .