د عربستان جنګي الوتکو په یمن بیا بمبارې وکړې
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو وړمه شپه د یمن په شمالي سیمو بمبارې وکړې .
د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو درې (۳) ځله د یمن په شمال کښې په صعده ولایت کښې په «باقم »ولسوالۍ بمبارې کړي دي .
د عربستان جنګي الوتکو دغه راز د یمن په شمال لویدیځ کښې په «حجه» ولایت کښې په «المزرق» سیمې هم بمبارې کړي دي خو تراوسه د دغو حملو د احتمالي مرګ ژوبلو او د رسیدلیو تاوانونو په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی .
سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو، امریکا ، صهیونیسټ رژیم د اردن او د ځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې په یمن حملو او بمباریو او له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغوې د متحدانو په بمباریو کښې تراوسه څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژل شوي ، په لسګونو زره ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .