اروپايي اتحادیې له امریکا سره د نظر اختلاف لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87798-اروپايي_اتحادیې_له_امریکا_سره_د_نظر_اختلاف_لري
ایرنا خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزف بوریل (Josep Borrell ) د بیلابیلو موضوعګانو په هکله له امریکا سره د دغه اتحادیې د نظر په اختلاف اعتراف وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 08, 2020 05:18 Asia/Kabul
  • اروپايي اتحادیې له امریکا سره د نظر اختلاف لري

ایرنا خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزف بوریل (Josep Borrell ) د بیلابیلو موضوعګانو په هکله له امریکا سره د دغه اتحادیې د نظر په اختلاف اعتراف وکړ .

هغه پرون د امریکا له خارجه وزیر مایک پمپئو سره په کتنې وروسته وویل د نړیوال امنیت لپاره له اټلانټیک ورهاخوا اړیکې مهمه چاره ده .

جوزف بوریل وویل چې د نړیوالو مسائیلو او د اصلي چیلنجونو په اړه امریکا او اروپايي اتحادیه د ټول موضوعګانو په هکله یوشان نظر نلري .

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزف  بوریل د ایران د اټومي موافقې، د  لویدیځې اسیا د بدلونونو ، د پیړۍ د معاملې او د نورو چیلنج رامینځته کونکو مسائیلو په هکله د امریکا له خارجه وزیر مایک پمپئو سره د خپلو خبرو اترو جزیاتو ته  هیڅ اشاره ونکړه .