ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87805-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د سلواغې د نولسمې نیټې د ورځپاڼو ځینې مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 08, 2020 08:35 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د سلواغې د نولسمې نیټې د ورځپاڼو ځینې مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې نن خراسان ورځپاڼه ګورو چې په خپل وړومبي مخ یې په یو غټ سرټکي کښې لیکلې دي: د امریکې د تیري ګر ډرون نوې خزانې وموندل شوې.

خبر زیاتوي چې د  امریکې د هغې جاسوسي الوتکې مهمې الیکټرانیکي ټوټې او مرکزي سیسټم د سمندر له تله رایستل شوې دي چې د سږ کال په غبرګولي میاشت کښې د سپاهِ پاسداران د هوافضا له خوا په نښه او نسکور شوی و او دغه ټوټې د یاد ځواک ورکشاپونو او لیبارټریو ته منتقل کړی شوې دي.

دا خبر د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان سردار امیر علي حاجي زاده ورکړ او ويې ویل چې له سمندره رایستل شوې دغه ټوټې هره یوه  ځانته خزانه ده او په دې ټولو تجهیزاتو با کار وشي خو تراوسه هم ډیر مهم اطلاعات ترلاسه شوې دي چې له دې وروسته به ترې کار اخلو.

هغه زیاته کړه: ایران اوس د ګلوبل هاک Global Hawk په نوم د امریکې د جاسوسي الوتکې په ټولو کوډونو او فریکوینسیو خبر دی.

برید جنرال سردار امیر علي حاجي زاده د ګلوبل هاک نومې امریکايي ډرون د موندل شویو نویو ټوټو د مخ کتنې ترڅنګ چې د تیر کال د جون په شلمه نیټه د ایران د هوايي حریم له خلاف ورزۍ وروسته د هرمزګان ولایت په سمندري حدودو کښې رانسکور کړی شوی و، وویل: دا الوتکه ډیر ځانګړې مشخصات لري او د ډیر لوړ الوت د توان لرلو په وجه کولی شي چې په هوايي لارو له اغیز کولو پرته بې له محدودیته په ټولو لارو کښې پرواز وکړي.

سردار حاجي زاده په دې خبرې سره چې ایران نن سبا د دغې جاسوسي الوتکي له ټولو کوډونو او فریکویسیو سره بلد شوی دی، څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت اوس له څو زره کیلومیټره فاصلې څخه د دغې جاسوسي او بې پایلټه الوکې د بې اثره کولو توان لري.

هغه په پاې کښې وویل چې ډیر زر به په عراق کښې د امریکې په عین الاسد پوځي اډې باندې د حملې نوې معلومات خپاره شي.

*/*/*/*/

امریکې له شهید سلیماني سره د نیغ په نیغه مقابلې توان نه درلود.

دا د هغه خبر عنوان دی چې د تهران (اخبارِ صنعت) ورځپاڼې د ایران د خارجه وزیر له قوله راخیستی دی او لاندې یې لیکلې دي چې محمد جواد ظریف امریکایانو ته په خطاب کښې زیاته کړه: زمونږ له پوځي قومندان سره به مو د جنګ په میدان کښې مقابله کړې وه نه دا چې په یو بزدلانه اقدام کښې مو ټرور کړو که څه هم امریکایان او صهیونیسټي رژیم تل دغه شان کارونه کوي.

د ایران خارجه وزیر وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت به د امریکې ولسمشر د حکومتي او اقتصادي ترهګرۍ په تور په نړیوالو قضايي ارګانونو کښې تر تعقیب لاندې راولي.

محمد جواد ظریف ټینګار کړی چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني په شهیدولو سره په سیمه کښې د امریکايي پوځیانو د شتون د ختمیدو کار پیل کړ.

ظریف وویل: د شهید سلیماني په جنازه کښې د میلیونونو خلکو ګډون د امریکې حکومت ته یوه داسې سخته څپیړه وه چې آثار به یې له لویدیځې آسیا د دغه هیواد تر وتلو پورې دوام ولري.

*/*/*/*/*/*/*

د ثروت په نامه د تهران یوې بلې ورځپاڼې د ایران د ولسمشر د دفتر د مشر له خولې لیکلې دي:امریکا بې له وارمخکښې شرطه د خبرواترو زارۍ کوي.

خبر زیاتوي چې محمود واعظي په دې خبرې سره چې د ایران خلک، حکومت او نظام د ویرې او دباؤ په وړاندې نه تسلیمیږي، وویل: امریکې مخکښې د مذاکراتو لپاره ۱۲ شرطونه ایښې وو چې مونږ ونه منل خو اوس التماس او زارۍ کوي چې بې له هیڅ ډول شرطه له ایران سره خبرې اترې وکړي خو مونږ یې نه منو.

هم دې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې د امریکې د دفاع وزیر ادعا ته اشاره کړې چې وايي: واشنګټن په خپلو ایراني ضده اقداماتو سره توانیدلی چې په لویدیځه آسیا کښې د ایران په وړاندې دفاع وکړي.

*/*/*/*/

کیهان

د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې بیا د امریکې د ولسمشر د استیضاح موضوع ته پام کړی او د وړومبي مخ په یو غټ سرټکي کښې یې لیکلې دي: نمایشي استیضاح، د ټرمپ تبرئه او د امریکې په درې سوه ښارونو کښې قهرجنې مظاهرې.

په دې خبر کښې لولو چې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نمایشي استیضاح او د سنا په محکمه کښې د هغه تبرئه کیدل سبب شول چې د امریکې په دریو سوو ښارونو کښې د دغه هیواد زرګونه قهریدلې خلک د ټرمپ خلاف سړکونو ته راووځي.

مظاهره چیانو د (ټرمپ زنداني کړئ) شعارونه ورکړل او له ولسمشرۍ د هغه د څنګته کیدو غوښتنه یې وکړه.

له بلې خوا ټرمپ له خپلې تبرئه کیدنې وروسته له ولسمشرۍ د ده د څنګته کولو لپاره د خپلو مخالفانو طرحه (شیطاني) وبلله.

د امریکې د کانګرس مشرې نانسي پلوسي هم د امریکې د تاریخ د ترټولو فاسد ولسمشر د تبرئه کیدو په غبرګون کښې وویل: ټرمپ د تل لپاره استیضاح شوی دی او دا داسې زخم او داغ نه دی چې پاک یې کړی شي.

*/*/*/*/*/*

کابل چاپ

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له نورو مسایلو سره په خوا کې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې له چارواکو پوښتنه کړې، افغانان به څومره نور کلونه جنازو ته اوږې ورکوي؟

وړاندې په سرمقاله کې د افغانستان د بشري حقونو هغه کلنۍ راپور ته اشاره شوې، چې په تېر میلادي کال کې په جګړو کې شاه خوا ۱۱ زرو عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لیکوال په باور، که د دې جګړې د زیانونو او مصیبتونو ټول اړخونه له بشري زیان تر معنوي او مادي نورو زیانونو پورې و ارزول شي، بشپړ معنا یې د ولس تدریجي وژل دي.

سرمقاله کې یادونه شوې، سوله افغان ولس ته د ژوند ابرو او بقا په معنا ده او د دې لعنتي جګړې دوام د مرګ، بې پتۍ او ذلت نه پرته بل هېڅ نوم نه لري.

د سرمقالې په پای کې راغلي، هغه څوک چې سوله ځنډوي او سوله د خپل واک او امتیاز سره غوټه کوي، د جګړې د دوام او د هغو د ټولو بد مرغیو پایلو پړه یې پر اوږ ده.

دنیا

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، یوازې افغانان کولای شي، چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان او امریکا خلک د افغانستان د جګړې ختمول غواړي، هغه جګړه د امریکا له ۲۰ کلونو حضور سره سره اوس هم په شدت روانه ده.

د لیکوال د معلوماتو له مخې، امریکا په افغانستان د دوی (امریکا چارواکو) په وینا د تروریزم پرضد جګړه مخ ته وړي او طالبان بیا له افغانستانه د امریکا د وتلو لپاره جګړه کوي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي، د دې لپاره چې روانه جګړه ختمه شي او په افغانستان کې انسان وژنه پای ته ورسیږي، نو لازمه ده چې د جګړې ښکېلې خواوې د سولې خبرو ته کیني، چې د لیکوال په باور افغانان د جګړې د ختمېدو وړتیا لري.

انیس

انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، افغان امنیتي ځواکونه د هېواد ساتونکي دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ کانګرس ته په وینا کې يو ځل بیا له افغانستان د امریکايي عسکرو په وتلو ټینګار وکړ.

په سرمقاله کې راغلي، له ۲۰۱۴ میلادي کال را وروسته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد امنیت ساتلی او په هغه وخت کې افغان ځواکونو ته د دغې دندې د سپارلو په اړه بېلا بېلې څرګندونې کېدې، خو دوی خپل وړتیا ثابته کړه.

د سرمقالې په پای کې راغلي، دا چې جګړه ورځ تربلې پیچلې او پراخېږي کېږي، نو اړتیا ده، چې افغان ځواکونه په پرمختللیو هوايي او دفاعي وسلو مجهز شي، څو له خپلې خاورې دفاع وکړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*